د هسپانیا فوټبال فدراسیون پخواني مشر ته د یوې نجلۍ ښکولول ډېر ګران پرېوتل

د هسپانیا یوې محکمې د دغه هېواد د فوټبال فدراسیون پخوانی مشر لوییس روبیلیز د ښځینه لوبغاړې جیني هرموسو د ښکلولو له امله د جنسي تېري په تور جریمه کړ.
د رسنیو د راپورونو له مخې څارنوالانو غوښتنه کړې چې لوییس روبیلیز دې د جنسي تېري په جرم د دوه نیم کلونو او د جبر په جرم په ۱۸ میاشتو بند محکوم شي.
د هسپانیا عالي محکمې یوه قاضي لویس روبیلیز د ښکلولو له امله د جنسي تیري په تور مجرم وپېژند او هغه یې ۱۰ زره او ۸۰۰ یورو چې ۱۱,۳۰۰ ډالر کیږي جریمه کړ، مګر د بند سزا یې ورنه کړه.
لوییس روبیلیز د جیني هرموسو ته د ۲۰۰ مترو په اندازه نږدې راتللو او د یو کال لپاره د هغې سره د خبرو کولو څخه منع شوی دی.
د هسپانیا د فوټبال فدراسیون مشر لوییس روبیلیز د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام له ګټلو وروسته د هسپانیې ښځینه فوټبالره جیني هرموسو پر شونډو ښکل کړه چې له امله یې له سختو نیوکو سره مخ شو.
ښځینه ورزشکاره جیني هرموسو، د فبرورۍ په ۳ د محاکمې په لومړۍ ورځ وویل چې هغې د رضایت پرته د ښکلولو وروسته د "بې عزتۍ" احساس وکړ، چې "باید په هېڅ ټولنیز یا کاري چاپیریال کې پیښ نشي."
د هغې ټیم ملګرو قسم وخوړ او خپل بیان کې یې وویل چې څنګه یې له پیښې وروسته ژړل او د "بې وسۍ" احساس یې وکړ. پهداسې حال کې چې د لوبغاړې ورور، رافیل هرموسو وویل چې په هغه فشار راوړل شوی چې قضیه تعقیب نه کړي.
خو ۴۷ کلن لوییس روبیلیز محکمې ته وویل چې ښځینه لوبغاړې ښکلولو سره مخالفت نه و ښودلی او ما هڅه نهده کړې چې د قضیې د نه تعقیب فشار په چا راوړم. د ښکلولو دغې پېښې په ټوله نړۍ کې د خلکو پام ځان ته راوګرځاوه.
هغه وویل:« چې ښځینه لوبغاړې زه په ټینګه ونیولم او پورته یې کړم او کله چې ښکته شوم له هغې څخه مې وپوښتل چې ایا زه تا ښکلولای شم، هغې وویل سمه ده.»
لوییس روبیلیز ومنله، چې هغه په پیښه کې "غلطي" کړې، او زیاته یې کړه چې هغه باید "غوره رول لوبولی وای" مګر هر ډول غلط کار یې رد کړ.