ژوند او روغتیا؛ ولې ځوانان په اوسني وخت کې له وخت مخکې د زړښت ښکار دي؟

دا ډېره د حیرانتیا خبره ده چې په ننني عصر کې خلک ډېر ژر د زړښت ښکار کیږي. مګر ښه خبره دا ده چې اوس یې مهم لاملونه موندل شوي دي. د امریکا براون پوهنتون څېړنو ښودلې چې زموږ خواړه زموږ پر عمر اغیزه لري.
څیړنو ښودلې چې په ماشومتوب یا ځوانۍ کې زموږ د خوړو عادتونه د بیولوژیکي عمر په سرعت اغیزه کوي.
په یاد ولرئ که څه هم د هر انسان عمر د زیږون د نېټې سره سم ټاکل کیږي، مګر په طبي اصطلاحاتو کې یو بیولوژیکي عمر هم شته، چې د عمر سره سم د فزیکي او ذهني کارونو سره تړاو لري.
د ژوند طریقه، خواړه او نور عوامل په دې بیولوژیکلي عمر اغیزه کوي او عمر چې څومره لوړیږي هومره د بېلابېلو ناروغیو خطر زیات کیږي.
د څېړنو له مخې که په ماشومتوب او ځوانۍ کې د ډېر خوراک له امله د بدن وزن زیات شي، د وخت نه مخکې د زړېدو خطر هم ورسره زیاتېږي.
څېړنو ښودلې چې د شپې ناوخته خوراک پر بدن منفي اغېز کوي دا کار د وزن زیاتیدو خطر زیاتوي. څیړونکو ویلي چې په ماشومتوب یا ځوانۍ کې زموږ د بدن وده پر ټول عمر اغیزې لري.
هغوی زیاته کړې، چې په دې برخه کې زموږ د خوب او خوړلو وخت مهم دی. تر دې وړاندې هم څېړنو په ډاګه کړې وه، چې خوب او غذايي عادتونه پر بدن اغېزې لري.
اوس په نوې څېړنه کې ښکېلو څېړونکو ویلي، چې زموږ څېړنیز کار یو څه توپیر لري، ځکه موږ ژور تللي یوو.
په دې څېړنه کې ۵۱ کسان چې عمرونه یې له ۱۲ څخه تر ۱۸ کلونو پورې و شامل دي چې د وزن په اساس په درېیو ګروپونو ویشل شوي.
دغه کسان د خوب او خوړو په اړه د بېلابېلو تجربو سره مخ شوي، یوولس ورځې او لس شپو لپاره په یوه ځای کې ساتل شوي.
پایلو ښودلې چې د خوب او خواړو عادتونو کې بدلون هم د بدن په داخلي سیستم کې د بدلون لامل کیږي او د چاغی خطر زیاتوي.
هغوی وویل، چې دې څېړنې د لومړي ځل لپاره ثابته کړه چې زموږ غذايي عادتونه د بدن داخلي سیستم دندې هم تنظیموي.
څېړونکو دا هم زیاته کړې، چې د موندنو د بشپړ تایید لپاره لا زیاتو څېړنو ته اړتیا شته.