د ټرمپ مرستیال په افغانستان کې د امریکا د مرستو پر ضایع کېدو نیوکه وکړه

د امریکا ولسمشر مرستیال جي ډي وېنس د بهرنیو مرستو له ځنډېدو څخه په دفاع کې ویلي چې د امریکا حکومت د دغه هېواد د مالیه ورکوونکو پیسې په افغانستان او نورو هېوادونو کې د «خځلو پر پروژو» لګولي دي.
نوموړي ادعا کړې: «مونږ ولې په افغانستان کې د تشناب په څېر پر پروژو بېځایه پیسې مصرف کړو؟ په حقیقت کې دا هغه څه و چې تر وروستیو پورې ستاسې پیسې د دې لپاره مصرف کېدلې.»
هغه زیاته کړې :«زه فکر کوم موږ ټول دلته ناست یوو او له خپل ځان څخه پوښتنه کوو: موږ په تېرو څلورو کلونو کې د امریکا د خلکو له پیسو سره څه کړي دي؟»
جي ډي وېنس په افغانستان کې د «عصري او هنري تشناب پروژې» په تړاو نور زیات څه نه دي وړاندې کړي.
د ټرمپ ځینو ملاتړو محافظهکاره وېبپاڼو لیکلي چې د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې په افغانستان کې د عصري هنر په هکله د یوې بریټانوي موسېسې د پروژې تمویل کاوه.
په دې پروژه کې خلک د مشهورو او جنجالي معاصرو له هنري اثارو سره لکه د فرانسوي هنرمند مارسیل دوشان «فواره» چې په حقیقت کې د ادرارو کولو لپاره د تشناب بهرنۍ کاسه ده، اشنا کېدل.
جي ډي وېنس له دې مخکې هم د ټاکنیز کمپاین پرمهال د جو بایډن دولت لهخوا طالبانو ته د مالي مرستو پر لېږلو پوښتنې راپورته کړې وې او دا یې یو «بشپړ لیونتوب» بللی و.
هغه ویلي و: «د طالبانو لپاره د سلګونو میلیونه ډالرو د لېږد فکر په ځانګړې توګه پر افغانستان د هغوی له بشپړ کنټرول وروسته او د امریکا د پاتې شویو پوځي تجهیزاتو ترلاسه کول، په بشپړه توګه لېونتوب او غیرمنطقي دی.
امریکا په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د افغانستان حکومتونو ترټولو لوی مالي او سیاسي ملاتړکوونکې وه او پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د متحدهایالاتو مالي مرستې تر دغې ډلې پورې ورسېدې.
د راپورونو پر بنسټ، متحدهایالاتو په تېرو شاوخوا درېیو کلونو کې افغانستان ته څه باندې درې میلیارد ډالر د بشرپالو مرستو په نوم ورکړې دي.