عبدالسلام حنفي: د ککړې هوا د مخنوي لپاره د تودوخې په مرکزونو کې فلټرونه لګول کیږي

د طالبانو رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ککړې هوا د مخنوي په اړه د څېړنو او د تودخې په مرکزونو کې د فلټرونو د لګولو په اړه خبر ورکړی، دا په داسې حال کې ده چې له پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو له ۴۰ سلنې زیاتې مړینې د هوا د ککړتیا له امله رامنځته کیږي.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونیسف د ۲۰۲۴ په جون میاشت کې پر خپله اېکس خواله رسنۍ خبر ورکړی وو چې ماشومان د لویانو پرتله ډېره هوا تنفس کوي چې په پایله کې د ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو اخته کېږي او په دې توګه خپل ژوند له لاسه ورکوي.
ارګ په خپله ایکس خواله رسنۍ لیکلي چې د پنج شنبې په ورځ د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د اداري کمیسون غونډه ته ویلي چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي او د تودوخې په مرکز کې د فلټرونو د نصبولو، د موټرو د کنټرول او د مضرو ګازونو په وسیله د شیانو د سوځولو د مخنیوي په اړه هر اړخیز بحث او څېړنې وشوې او په دې برخه کې لازم تصمیمونه ونیول شول.
راپورونه وایي چې، هر کال په سلګونه میلیونه افغانۍ د هغو ناروغانو په درملنه لګول کېږي چې د هوا د ککړتیا له امله په تنفسي او نورو ناروغیو اخته کېږي.
تر دې وړاندې په کابل کې د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو او د دغه ښار له مخورو سره د ښاروالۍ په انګړ کې ناسته شوې وه او هغو کسانو ته خبرداری ورکړل شوی وو چې د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې ناغېړي کوي.
په کابل ښار کې د ژمي په موسم کې د خونو د ګرمولو لپاره خلک تر ډېره د ډبرو سکاره کاروي، چې ورسره هوا ککړېږي او چاپېریال ته درانه زیانونه اوړي.
ددې ترڅنګ په دغه ښار کې لوړپوړیزې ودانۍ مرکز ګرمي لري چې د سون توکي یې زیات وخت د موټرو ټایرونه، او ډبرین سکاره وي چې د هوا په ککړتیا کې پوره ونډه لري.
د چارو پوهان په دې باور دي چې د ککړې هوا د مخنوي له پاره باید رغنده ګامونه پورته شي، د زړو موټرو په چلولو بندیزو ولګول شي، مرګز ګرمۍ بندې شي او تر څنګ یې ونې بوټي کېنول شي چې د ککړې هوا مخنوی وکړي.