د ویانا له پروسې د حنیف اتمر هرکلی: هغه څه باید شاته پرېږدو چې د جمهوریت د سقوط لامل شول

د افغانستان د بهرنیو چارو مخکیني وزیر محمد حنیف اتمر د ویانا پروسه یو مثبت او د ملاتړ وړ ګام بللی او د دې پروسې د پنځمې ناستې د ترسره کېدو مبارکي یې د هغې تنظیموونکو او ګډونوالو ته ویلې ده.

نوموړي په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د ویانا پروسې او ملي هڅو سره د افغانستان د راتلونکي لپاره یو قوي فکري اشتراک لري.

د غونډې له پای ته رسېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ اتمر پر خپل اېکس ولیکل، « موږ ټول غواړو ملي حاکمیت بېرته د افغانستان خلکو ته را ستون شي او یو داسې سیاسي نظام رامنځته شي چې د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ ولاړ وي، د ټولو افغانانو، ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو، اساسي حقوقو ته ژمن وي».

اتمر وویل چې دا ډول نظام نه یوازې د افغانستان د دوامدارې سولې بنسټ دی، بلکې د سیمه‌ییز ثبات او نړیوال امنیت لپاره هم حیاتي ارزښت لري.

نوموړي د ویانا پروسې هڅې د ملي اجماع د رامنځته کولو لپاره وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې دا پروسه وکولای شي د سیاسي او مدني جریانونو له پراخو مشورو سره یوه هر اړخیزه لارنقشه او مهم اسناد چمتو کړي.

خو اتمر د دې پروسې د لا پیاوړتیا لپاره یو شمېر وړاندیزونه هم کړي دي.

اتمر د ملي مشورتي پروسې پراخول او د هغې ټول‌ شموله کول مهم ګڼي او ټینګار کوي، چې نور سیاسي جریانونه هم ورته پایلې ته رسېدلي دي، نو باید ګډ کار ته لومړیتوب ورکړل شي.

هغه وايي، « که سیاسي او لوژستیکي محدودیتونه د ګډو غونډو مخنیوی کوي، باید له نوښتګرو لارو کار واخیستل شي، استازي واستول شي او د ملي همکارۍ لپاره ګډ تفکر رامنځته شي».

اتمر زیاتوي، « موږ باید یو بل ته د دوستۍ او همکارۍ لاس ورکړو او هغه اختلافات شاته پرېږدو چې زموږ د جمهوریت د سقوط لامل شول».

هغه دغه راز ویلي، چې لومړی باید پر هغو ټکو ملي همکاري پیل شي، چې ټولیز توافق پرې موجود دی.

د اتمر په باور، د مشروع نظام رامنځته کول او د بین‌الافغاني سیاسي مذاکراتو ترسره کول د ټولو لپاره د منلو وړ دي، نو باید ژر تر ژره پرې کار وشي.

اتمر په پای کې یو ځل بیا خپل او د خپلو همکارانو تعهد څرګند کړی او ډاډ یې ورکړی، « موږ چمتو یو چې له هر هغه افغان سره همکاري وکړو چې د دې اصولو ملاتړ کوي او موږ به د یو هدفمند او اصولي ګډ کار لپاره هېڅ ډول هڅه ونه سپموو».