شاه محمود میاخېل: د ویانا غونډې زیات شمېر ګډونوال د قومي اجنډا فکر لرونکي وو

د وروستي جمهوري نظام د دفاع پخواني سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل په ویانا کې د طالبانو مخالفو سیاسي اشخاصو پنځمې غونډې ته په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو ظالمانه واکمنۍ لپاره مخالفت د ستاینې وړ دی خو د دغې غونډې زیات شمېر ګډونوال د قومي اجنډا فکر لرونکي وو.

په ویانا کې د طالبانو سیاسي مخالفینو پنځمه ناسته د سلواغې په ۳۰ نېټه تر سره کړه او د یو دوامداره، ډیموکراټیک افغانستان د راتلونکي لپاره یې تګلاره وړاندې کړه. د دې غونډې ګډونوال وايي، د افغانستان د راتلونکي لپاره یې ارزښتناک سندونه هم تصویب کړي.

شاه محمود میاخېل دغه غونډې په اړه پر خپلې اېکس پاڼې کاږلي: «ډېری افغانان په بنسټیز ډول د ویانا غونډې سره د هغې د انحصار او د ځینو اشخاصو د ترویج له امله مخالفت کوي. لکه څنګه چې ډېری افغانان د واک او استثنایي سیاست په اړه د طالبانو انحصار ردوي، دوی د ورته دلیلونو لپاره د ویانا ډلې مخالفت هم کوي.»

ښاغلی میاخېل زیاتوي چې د طالبانو پر وړاندې د یووالي ټولې هڅې د ستاینې وړ دي خو د‌دغه جریان زیات شمېر ګډونوال په قومي اجنډا تورن دي.

نوموړی زیاتوي: «دا ډول هڅې یوازې هغه وخت اغیزمنې کیدای شي کله چې دوی د قومي اجنډاګانو له ترویج څخه ډډه وکړي. په لنډه توګه، ددغه غونډې ډېری ګډونوال د ورته فکر لرونکي ډلې څخه وو چې د خپلو پنځو غونډو په جریان کې یې په پراخه کچه د افغان سیاسي او مدني ټولنې استازیتوب ونه‌کړ.»

د ویانا غونډې ګډونوالو په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي: « د ویانا پنځمې غونډې پرېکړه کړې چې د ویانا غونډی د تګلارې پر اساس له ۱۹ کسانو یو ملي کمېسیون جوړ شي.»

په اعلامیه کې د یاد کمېسیون جوړېدو په اړه ویل شوي، چې د دغه کمېسیون اساسي دندې به د وروستیو مسودو لید او له بحران څخه د وتلو لپاره د سیاسي جوړښتونو چمتو کول وي.

د افغانستان د راتلونکي لپاره د ویانا غونډې په بل سند کې د خلکو په خوښه نظام او د بشري حقونو ژمنتوب ته په اشاره د افغانستان پر جغرافیه، ملي حاکمیت، بشري حقونو او ملي یووالي پر باور تیینګار شوی.

یاده دې وي چې د طالبانو دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین د ویانا پنځمې ناستې په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو په نشتون کې به افغانستان وجود ونه‌لري او څوک دې هم د توطیو جوړولو هڅې نه کوي.