خلیلزاد: بریټانیا ته د «اسلاماباد قصاب» بلنې ناهیلی کړم

د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکېني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد بریټانیا ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر پر بلنې او سفر ناهیلې ښودلې ده.
خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ (فېبرورۍ ۲۰مه) د خپلې اېکسپاڼې له لارې په یو بیان کې ویلي چې جنرال عاصم منیر د «اسلاماباد قصاب» په نوم پېژندل کېږي او په وینا یې، هغه په خپل هېواد کې د خلکو ملاتړ نهلري او ان ډېری پاکستانیان ترې منفور دي.
نوموړي همداراز، پر خپلې اېکس پانې د بندي او له واکه پرځېدلي لومړي وزیر عمران خان د خوشېکېدو غوښتنه کړې او د هشتګ په کارونې سره یې لیکلي دي: «عمران خان خوشې کړئ.»
د افغانستان په چارو کې د امریکا مخکېنی استازی زلمی خلیلزاد دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د پاکستان پوځ مشر عاصم منیر د بریټانیا په شاهي پوځي اکاډمۍ، «سنډ هورسټ» کې د سیمهییز ثبات په اووم کنفرانس کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته بلل شوی دی.
ټاکل شوې چې منیر په دغه کنفرانس کې «نړۍوال نظم د ظهور په حال کې او د پاکستان راتلونکي وړاندوینې» تر سرلیک لاندې وینا وکړي.
دغه کلنی کنفرانس پاکستان او بریټانیا ترمنځ د پوځي خبرو اترو یو مهم پلېټفارم بلل کېږي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د پیاوړتیا په برخه کې مهم رول لري.