ګارډین ورځپاڼه: طالبانو د بیان پر ازادۍ او ښځینه خبریالانو بې ساري بندیزونه لګولي دي

ګارډین ورځپاڼې د (کب لومړۍ) نېټه په خپل یوه راپور کې اندېښنه ښودلې چې په افغانسان کې پر ښځو د بندیزونو په لړ کې د ښځو له لوري مدیریت کیدونکې وروستۍ راډیو هم بنده شوه. راپور کې راغلي چې د افغانستان دننه له همدې امله د ښځو غږ په بشپړه توګه غلی شو.
په دغه راپور کې د یوې ښځینه خبریالې د ژوند کیسه هم راخیستل شوی چې اوسمهال د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان ده.
په راپور کې دغې ۲۲ کلنې خبریالې ته د امنیتي ستونزو له کبله د «عالیه» مستعار نوم کارول شوی دی.
عالیه د افغانستان په شمال کې د طالبانو تر بیا ځل واکمنیدو وروسته یوه مشهوره څېره وه.
هغې د بهرنیو ځواکونو، دولتي ادارو، امنیتي مسایلو او د پخواني جمهوري نظام د چارواکو په تړاو راپورونه چمتو کول.
عالیه وايي، چې د طالبانو د لومړۍ ځل واکمنۍ پر مهال یې د یوې ښځې په توګه خورا سختې ورځې تجربه کړې وې او له همدې کبله یې پتیلې وه چې باید خبریالي وکړي.
هغې زیاته کړې: «ما په ۲۰۱۹ کال کې په راډیو کې کار پیل کړ، دوه کاله مخکې له دې چې طالبان واکمن شي، هلته مې راپورونه وړاندې کول. که څه هم د طالبانو له ګواښونو سره مخ وم ؛خو بیا مې هم له خپل کار سره ډېره مینه لرله.»
د عالیې په خبره، دا ثابته شوه چې طالبان نه یوازې دا چې بدل شوي نه دي بلکې هېڅکله به بدل هم نه شي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې طالبانو د رسنیو پر وړاندې خپل بندیزونه او سانسور تر بل هر وخته ډېر کړی دی.
د پخواني جمهوري نظام تر ړنګیدو وروسته ۳۳۶ خبریالان زنداني شوي، شکنجه شوي او ان وژل شوي دي.
د ګارډین راپور مخکې کاږي په روانه میاشت کې په کابل کې د بیګم په نوم د ښځو تر مدیریت لاندې د ښځو لپاره وروستۍ پاتې راډیو هم د طالبانو له لوري وتړل شوه او په دې سره په ټول افغانستان کې د ښځو غږونه غلي شو.
د تیرو دریو کلونو په موده کې د افغان رسنیو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
تر ۲۰۲۱ کال پورې افغانستان ۵۴۳ رسنۍ درلودې چې ۱۰ زره ۷۹۰ کارکوونکي یې لرل؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۳٪ رسنۍ بندې شوې او یوازې څلور زره ۳۶۰ کارکوونکي یې په دندو پاتې شول.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون په یوې تازه ارزونه کې څرګنده شوې چې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې نږدې «۶۰۰ ښځینه خبریالانې» موجودې وې، خو دا شمېر بیا په ۲۰۲۱ کال نږدې «درې زره» و.
عالیه وايي: «زه د ناهیلي ژور احساس کوم او د دغې ناهیلۍ د بیانولو چل هم نه راځي. د دې لپاره باید تاسې یوه افغانه ښځه و اوسئ چې درک کړئ زه په کوم حالت کې یم.»
د هغې په خبره، په لرې پرتو کلیوالي سیمو انټرنیټ او ټلوېزیون ته لاسرسی کم دی چې له همدې کبله راډیو لا هم د یوې ارزښتمنې رسنیزې وسیلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.
د طالبانو په واکمنېدو سره له افغانستان څخه سلګونه خبریالان پر بیان ازادۍ د بندیزونو او د طالبانو له لوري ورته د پېښو ګواښونو له کبله بهرنیو هېوادونو ته کډه شول.
په افغانستان کې دننه فعال خبریالان د طالبانو له سختو بندیزونو سره مخ دي او خپریدونکي ټول راپورونه یې د یادې ډلې له لوري په ښکاره توګه سانسور کېږي.
نړۍوالو بنسټونو په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی او دا یې د بیان ازادۍ لپاره لوی ناورین ګڼلی دی.