پاکستان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه چې د بې اسناده افغانانو د اوسېدو موده وغځوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې پاکستان د طالبانو هغه غوښتنه رد کړې، چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې په ناقانونه توګه د مېشتو افغانانو د اوسېدو موده وغځوي. دغو افغان کډوالو ته تېر کال ویل شوې وه، چې د ۲۰۲۵ کال د فېبرورۍ تر ۲۸مې پورې له دغه هېواد څخه ووځي.

د پاکستان امنیتي ادارو د بې اسناده افغان اوسیدونکو لېست جوړ کړی چې په‌کې د هغوی معلومات او د اوسیدو ځایونه په نښه شوي دي.

د دغو رسنیو د راپور له مخې، هغه افغانان چې بل هېواد ته د تګ لپاره اسناد لري، کولای شي د روان کال د مارچ تر ۳۱مې پورې دلته پاتې شي. له دې نېټې وروسته به دوی هم له پاکستان څخه واېستل شي.

هغه افغانان، چې د پاکستان ویزه لري د ویزې د مودې تر پایه پاکستان کې اوسیدلی شي.

له تېرې جنورۍ میاشتې راهیسې د پاکستان حکومت د نا اعلان شوي اقدام له مخې، په پلازمېنه اسلام اباد او راولپنډۍ کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د نیولو لړۍ پیل کړې ده.
د دغې لړۍ له پیل سره د پاکستان حکومت افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو ویزې هم له شپږو میاشتو څخه یوې میاشتې ته رالنډې کړې، چې افغانان یې له سختو لالهاندیو سره مخ کړي دي.

تېره ورځ په پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب په دغه هېواد کې د افغانانو نیولو او په زور بېرته افغانستان ته یې د ستنولو په غبرګون کې ویلي و: «د پاکستان د حکومت دغه چلند ستونزې نه شي حل کولی؛ بلکې کرکه زېږوي.»

په ځواب کې یې د پاکستان د بهرنیو چار وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفیر څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه د هغه څرګندونې بې ځایه دي.

د پاکستان حکومتي سرچینو د چهارشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې د افغان اتباعو د اېستلو پرېکړه د دواړو ښارونو (اسلام اباد او راولپنډۍ) د امنیتي وضعیت او حساسیت له امله اړینه شوې ده.