د اطاعت تمثیل؛ طالب چارواکي هممهاله په دوو پرانېستغونډو کې راڅرګند شول

د طالبانو جګپوړي چارواکي ددې ډلې په منځ کې د اختلافاتو رامنځته کېدو له خبرونو وروسته، د څو پروژو په پرانېستغونډو کې حاضر شول، چې ددې ډلې د مشرتابه په منځ کې د درز خبرونو ته ځواب ووايي.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، چې ددې ډلې د دفاع وزیر او نورو چارواکو یې ملتیا کوله، په کابل کې د سردار محمد داوود خان روغتون د لیدنې پرمهال څو پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې.

د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د څلورو طبي څانګو د پرانيستې په دغو مراسمو کې د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب وویل، چې پخوا په دغو روغتيايي مرکزونو کې «د افغانانو د وژلو پلانونه» جوړېدل، خو له دې وروسته به همدلته د افغان ناروغانو ژوند ژغورل کېږي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، دوی د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د ناټو د پخوانۍ قوماندانۍ په ودانۍ کې څلور طبي مرکزونه پرانیستل.

په دغه روغتون کې د نظامیانو ترڅنګ د یو شمېر سختو ملکي ناروغانو درملنه هم کيږي.

ملامحمد یعقوب د سردار محمد داود کمپلکس روغتون کې د خبرو پر مهال ويلي، چې اوس مهال روغتيايي خدمات ښه شوي او په همدغه روغتون کې پیچلي روغتيایي عملیات تر سره کيږي.

هغه وايي هڅه کوي، چې په کور دننه د ناروغانو درملنه وشي.

د طالبانو جګپوړي چارواکي پر یوه ورځ داسې مهال د دوو پروژو په پرانېستغونډو کې ګډون کوي او د رسنیو پر وړاندې راڅرګندیږي، چې ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر له یوې میاشتې ډېر وخت راهیسې په دوبۍ کې میشت دی او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال یې هم له کابل نه وتلی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ددې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي استعفا ور کړې، خو استعفا یې نه ده منل شوې او اوس په دوبۍ کې میشت دی.

طالبانو ویلي، چې عبدالحکیم شرعي ددرملنې لپاره دوبۍ ته تللی او بېرته به زر راستون شي.