د اتلانو جام سیالۍ؛ په نننۍ لوبه کې هند د بنګلهدېش پر وړاندې لوبيږي

د اتلانو جام سیالۍ چې تېره ورځ چهارشنبه د ( کب لومړۍ نېټه) پیل شوې، نن د دغو سیالیو دویمه لوبه د هند او بنګلهدېش لوبډلو ترمنځ ده. دغه لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په ۲:۳۰ بجو د دوبۍ په نړۍوال لوبغالي کې پیلېږي.
د لوبې د وړاندوینې له مخې، د هند لوبډله ۹۰سلنه د دغې لوبې د ګټلو چانس لري.
د دغو سیالیو لپاره د بنګلهدېش د لوبغاړو په خپاره شوي نوملړ کې د نجم الحسین، پروېز حسین، تنزید حسن، توحید هرېدوی، محمدالله، مهدي حسن، سومیا سرکار، جاکر علي، مشفق الرحیم، مستفیض الرحمان، ناهید رانا، ناسوم احمد، رشید حسین، تنظیم حسن او د تسکین احمد نومونه شامل دي.
له بل پلوه بیا د هند لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې د روهېت شرما، شرېیاس ایر، شبمن ګېل، وېراټ کوهلي، اکثر پټېل، هاردېک پانډیا، روېندرا جدېجا، واشنګټن سوندر، کې اېل راهول، ریشب پنټ، ارشدیپ سېنګ، هرشېټ رانا، کولدیپ یادف، محمد شامي او د ورون چکرورټي نومونه شامل دي.
د اتلانو جام سیالۍ لومړۍ لوبه تېره ورځ د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ وه، چې نیوزیلنډ لوبډله وتوانېده د پاکستان لوبډلې ته په خپل کور کې ماتې ورکړي.
د دغو سیالیو درېیمه لوبه بیا سبا د جمعې په ورځ د افغانستان او سوېلي افریقا لوبډلو ترمنځ ده.
د دغه جام لوبې به د (مارچ تر ۹مې نېټې) دوام وکړي.