سرچینې: امربالمعروف په جلال‌اباد ښار کې لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړ

له ننګرهاره ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو د جلال‌اباد ښار په «مخابراتو څلورلارې» کې د ښاروالۍ له‌خوا لګېدلی لوی سکرین غیرفعال کړی دی.

سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د کب ۲مه) زیاته کړې چې دا اقدام د طالبانو د امربالمعروف ریاست د سپارښتنې له مخې شوی دی.

د سرچینو په خبره، په ننګرهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست غړو د جلال‌اباد ښاروالۍ لپاره د دغې ډلې له ښاروال سره په ناسته کې د دغه سکرین د غیرفعالولو جدي سپارښتنه کړې ده.

سرچینو په جلال‌اباد ښار کې د طالبانو د امر باالمعروف ریاست له‌خوا دغه لوی سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، وړمه ورځ ځینو خبریالانو د یوې خبري غونډې پرمهال په جلال‌اباد کې د طالبانو ښاروالۍ له مرستیال مولوي محمد اسحاق سعید څخه د دغه سکرین د غیرفعالولو د لامل په تړاو پوښتي، خو هغه د دې موضوع د تایید ترڅنګ ادعا کړې چې بل مناسب ځای ته یې لېږدوي.

دا سکرین تېر کال د طالبانو د جلال‌اباد ښاروالۍ له خوا د شاوخوا ۵.۴ مېلیونه افغانیو په لګښت اخیستل شوی او وخت ناوخت پرې سوداګریزې خبرتیاوې، د کرېکټ لوبې او نور پروګرامونه خپرېدل.

د یادونې ده چې د طالبانو د امربالمعروف غړي د ژوندیو موجوداتو د تصویرونو له خپرېدو سره ډېر کلک مخالفت لري او په وار-وار یې په خپلو غوڼدو کې هم خبریالانو ته د فلم یا عکس اخیستلو اجازه نه ده ورکړې.