طالبانو د روم اساسنامې له غړیتوبه د افغانستان وتل اعلان کړل

طالبان وایي، چې د روم اساسنامې ته مکلف نه دي او د تېرې ادارې له‌خوا یادې اساسنامې ته الحاق دوی ته «هېڅ ډول حقوقي اعتبار» نه‌لري.طالبانو دارنګه د جرمونو نړیوالې محکمې کړنې د عدالت او انصاف له مخې نه بلکې د «سیاسي تمايلاتو» له مخې ګڼلې دي.‌

طالبانو د جرمونو پر نړۍوالې محکمې د نیوکې سره ویلي، چې دغه محکمه ولې پخوا په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د جنګي جرمونو په تړاو چوپه خوله وه او پر وړاندې یې اقدام نه دی کړی.
دغې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې په افغانستان کې د «اشغالګرو» او د هغوی د متحدینو له‌خوا د عامو افغانانو پر خلاف د ترسره شویو جنګي جرمونو هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو «ظالمانه کړنو» مخنیوی شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي:« اشغالګرو پوره کلي، ښوونیز مرکزونه، جوماتونه او روغتونونه خاورو سره خاورې شول، هېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه هم د هغو ظالمانه اقداماتو مخنیوی شوی دی.»
طالبانو دارنګه د جرمونو نړۍوالې محکمې کړنې د عدالت او انصاف له مخې نه؛ بلکې د «سیاسي تمايلاتو» له مخې ګڼلې دي.‌
دغه اعلامیه یوه میاشت وروسته له هغې خپرېږي، چې تېره میاشت د جرمونو نړۍوالې محکمې د طالبانو د مشر ملاهبت الله او د دغې ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو امر کړی و.