د ویانا غونډې ته د طالبانو لوی درستيز غبرګون: له طالبانو وروسته افغانستان نشته

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت نن په کابل کې د ویانا ناستې ته په اشارې وویل، چې له طالبانو وروسته افغانستان وجود نه لري او څوک دې يې پر وړاندې د توطيو جوړولو هڅې نه کوي. نوموړي ويلي، چې د طالبانو په منځ کې هيڅ اختلافات نشته.

د طالبانو لوی درستيز فصیح الدین فطرت په کابل کې د سردار محمد داود خان کمپلکس روغتون کې د طبي مرکزونو د پرانيستې په مراسمو کې وویل، چې د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د وروستۍ ناستې ګډونوال د ملت له خوا رد شوي او هيڅ وخت به خپلو موخو ته ونه رسيږي.

فطرت ويلي، چې دغه کسان د «کفارو په شتون کې» له وطنه تښتيدلي او اوس د دوی په وړاندې توطيې جوړوي.

نوموړي زياته کړې: « د ویانا د غونډي کسان له طالبانو وروسته د افغانستان په اړه فکر کوي، زه یقین لرم، چې دغه خلک په ملت کې ځای نه لري، دوی باید پوه شي، چې له طالبانو وروسته افغانستان وجود نه لري».

د طالبانو لوی درستیز وایي، چې د دوی په منځ کې واک، څوکۍ او قدرت مهم نه دی او هغه کسان ډېر پرمختګ کوي، چې د خلکو خدمت وکړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو په منځ کې اختلاف نشته او هر څوک چې د امنیت ګډولو هڅه کوي ځواکونه به یې پر وړاندې دريږي.

هغه زياته کړه: « هر څوک چې د افغانستان په هره برخه کې د امنیت د ګډوډولو هڅه او فکر کوي دوی به یې مخه نیسي، امنيتي ځواکونه کمزوري نه دي، دا هغه ځواکونه دي، چې ۲۰ کاله له لویو قدرتونو سره وجنګيدل او اوس امنيت هم ساتلی شي».

فصیح الدین فطرت خپلو مخالفو ته په خطاب کې وویل، چې د افغانستان نيول د هغوی لپاره یو خوب او خيال دی او هيڅ وخت به بریالي نه شي.

د طالبانو مخالفانو پرله پسې دوه ورځې په ویانا کې غونډه وکړه او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې اعلان وکړ، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یې مهم سندونه تصویب کړي دي.

د دې غونډې ګډونوالو وويل، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره یې د ډیموکراتیک نظام جوړښت، نړیوالو اړیکو، بشري حقونو او اقتصادي برخو په اړه ارزښتناک سندونه تصویب کړي.