طالبان ښوونکو او زدهکوونکو ته: تنګ او چسپ جامې مه اغوندئ
د «طالبلیکس» هېکرانو له خوا د طالبانو په افشا شویو اسنادو کې یو هم د دغې ډلې تر کنټرول لاندې د ښوونیز نصاب د جامو یا یونیفورم لایحه ده، چې د یادې ډلې مشر ملا هبتالله اخوندزاده د حکم پر بنسټ یې د هېواد له ټولو ښوونیزو بنسټونو د عمليکېدو غوښتنه شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت دا لایحه چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې په یوې مقدمه، څلورو فصلونو او نهوو مادو کې منظور شوې ده.
د دغې لایحې په مقدمه کې راغلي: «شریعت د جامو لپاره ځانګړی ارزښت ورکړی او یوازې د انسان د بدن پټولو وسیله نه ده، بلکې دا له ادابو او دیني لارښوونو سره هم تړاو لري.»
په دې لایحه کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښوونیزو ادارو د زدهکوونکو جامې له لومړي تر نهم ټولګي اسماني ښودل شوی او ورسره یې د سپینې خولۍ یا پګړۍ پر سر کول هم لازمي بللي دي.
همداراز په دغه لایحه کې له ۱۰م څخه تر ۱۲م ټولګي پورې د زدهکوونکو جامې سپین رنګ ښودل شوی او ترڅنګ یې د پګړۍ پر سر کولو سپارښتنه هم شوې ده.
د طالبانو د پوهنې وزارت په لایحه کې ښوونکو ته سپارښتنه شوې چې کمېس، پرتوګ، پګړۍ او یا هم خولۍ ورسره واغوندي.
طالبانو په دې لایحه کې ټولو ښوونکو او زدهکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې د تنګو او چسپو جامو له اغوستلو دې ډډه وکړي.
دغهراز، طالبانو په یاده لایحه کې د خپلو مدرسو له زدهکوونکو غوښتي چې هغه کمېس، پرتوګ او پګړۍ دې واغوندي چې له دیني علماوو سره مناسبې وي.
د طالبانو د یونیفورم په جوړه شوې لایحه کې پر زدهکوونکو او ښوونکو د اسلامي جامو د اغوستلو پر پليکېدو ټینګار شوی او خبرداری ورکړی، چې د نه عمليکېدو په صورت کې به د دغې ډلې له غبرګون سره مخ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې د هېواد ښوونیز او علمي بنسټونه له عصري علومو بېبرخې او پر دیني مدرسو بدل کړي دي.
د یادونې ده، چې شاوخوا درې اوونۍ مخکې د «طالبلیکس» په نوم د ناڅرګندو هېکرانو یوې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي او استخباراتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې یو شمېر مهم اسناد یې ترلاسه او افشا کړل.