یوې افغانې مور او لور د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه وګټله

د جینوا د بشري حقونو او ډیموکراسۍ د ۲۰۲۵کال د ښځو د حقونو جایزه یوې افغانې مور او لور ګټلې ده.
د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جینوا په کنفرانس کې د ښځو د حقونو نړۍواله جایزه مسعوده جلال او د هغې لور حسنا جلال ته ورکړل شوې ده.
دوی د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو او ډیموکراسۍ په اړه د جنیوا په (۱۷ مې) کلنۍ ناستې کنفرانس کې دغه جایزه ترلاسه کړې ده.
دغه مور او لور د ۳۰ بشري حقونو سازمانونو لهخوا چې د افغان ښځینه فعالینو استازیتوب کوي؛ د جایزې ګټونکې وپیژندل شوې.
مسعوده جلال د جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:« موږ داسې راتلونکې غواړو، چې ښځې په کې له وېرې پرته ټولګیو ته ننوځي او هیڅوک مجبور نه شي چې د خپل جنسیت له امله غلي پاتې شي.»
اغلې جلال زیاته کړې:« د افغانستان د ښځو د حقونو د فعالانو په استازیتوب د دغې جایزې ترلاسه کول یو لوی ویاړ دی. دا جایزه د دوی غږ او د برابرۍ لپاره زموږ دوامدارې مبارزې ته وده ورکوي، زما هیله دا ده چې دغه نړۍوال دریځ به نړۍواله ټولنه وهڅوي چې د افغان مېرمنو سره د ازادۍ، وقار او بشري حقونو په مبارزه کې ودرېږي.»
مسعوده جلال د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وه، چې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره یې ځان نوماند کړ.
نوموړې د ښځو چارو د وزیرې په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
د هغې لور حسنا جلال هم په نړۍ کې د افغان ښځو د غږ د پياوړي کولو لپاره د افغانستان د ځوانو ښځو اعتراضي غورځنګ مشري کوي.
هغې وویل، «دا جایزه د افغان مېرمنو زړورتیا ته درناوی دی، چې د ډېرو ستونزو سره سره، د خپلو حقونو غوښتنه کوي. موږ د دوی په استازیتوب دا منو او پوهیږو، چې د دوی مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.»
حسنا وایي:« په افغانستان کېد ښځو حقونه له ویجاړونکو خنډونو سره مخ شوي، چې طالبانو د لسیزو پرمختګونه په شا وتمبول او د ښځو غږ یې خاموش کړ. نړۍوالې ټولنې د دغو سرغړونو د مخنیوي لپاره کافي کار نه دی کړی او افغان مېرمنې د سیستماتیک ظلمونو زغملو ته پاتې دي.»
دغه دوه مور او لور د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستانه ووتلې او اوس په هالنډ کې مېشتې دي.