د کرېکټ اتلانو جام لومړنۍ لوبه؛ نیوزیلېنډ پاکستان ته ماتې ورکړه

د کرېکټ اتلانو جام په لومړنۍ ۵۰ اوریزه لوبه کې نیوزیلېنډ کوربه هېواد پاکستان ته په خپل کور کې ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دا لوبه د چهارشنبې په ورځ (د فېبرورۍ ۱۹مه) د پاکستان په کوربه‌توب د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې ترسره شوه، چې نیوزیلېنډ د خپلو پنځو وېکټو په زیان سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۳۲۰ منډو هدف وکاټه.

د نیوزیلېنډ لپاره ترټولو ډېرې ۱۱۸ منډې ټام لاټهم، ۱۰۳ وېل یونګ او ورپسې ګلېن فلېپس چټکې ۶۱ منډې وکړې، چې ویې کولای شول کوربه پاکستان ته له ۳۰۰ پورته هدف وټاکي.

بل‌خوا، په توپ‌اچونه کې د سیالې پاکستان لوبډلې لپاره ابرابر احمد ۱ او حارث ر‌ؤف او نسیم‌ شاه ۲-۲ وېکټې ترلاسه کړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې پاکستان د خپلې کمزورې توپ‌وهنې له امله ونه شو کولای، چې یاد هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې نیوزیلېندۍ لوبډلې ته وبایلله.

د پاکستان لپاره ترټولو ډېرې ۶۹ منډې خوشدل شاه، ۶۴ لوبډل‌مشر بابر اعظم، ۴۲ سلمان اغا وکړې، چې ویې نه شو کړای د نیوزیلېنډ ټاکل شوي ۳۲۰ منډو هدف ته ځان ورسوي او لوبه یې ۶۰ منډو په توپیر وبایلله.

د نیوزیلېنډ لپاره میچل وېل اوروک او میچل سېنټنر ۳-۳، نتن سمېت او براک‌وېل ۱-۱ او مټ هېنري دوه وېکټې ترلاسه کړې.

د یادونې ده، چې د اتلانو جام سیالیو په لړ کې سبا بنګله‌دېش د هند پر وراندې او بله ورځ هم افغانستان د سوېلي افریقا پر وړاندې د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.