د طالبانو د عدلیې وزیر د لاسوهنو په غبرګون کې استعفا کړې

افغانستان انټرنشنل د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي غږیز فایل ترلاسه کړی، چې نوموړی پکې وايي، د مداخلو له امله له دندې استعفا کوي. دا غږ د چارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته په واک کې ورکړل شوی. په دغه غږ کې هغه وايي چې استعفا یې نه ده منل شوې.
د رپوټونو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر دوبۍ ته تللی او په وروستیو اونیو کې په کابل کې خپل دفتر ته نه دی حاضر شوی.
هغه په دې اډیو کې د طالبانو د ادارې مامورانو ته د غلو خطاب کړی او وايي، چې دوی له نورو سره په غلا او فساد کې شریک دي.
د طالبانو پر تخنیکي پلاویو تورونه
عبدالحکیم شرعي وايي، چې د ځمکو غصب کوونکو لپاره ددوسیو اچولو مکتوبونه صادر شوي او د زر اجرااتو غوښتنه شوې ده، خو دا ټولې خبرې له پامه غورځول شوې دي.
هغه زیاتوي، « د امیرالمومنین شفاهي حکم دی چې کوم ځای امارتي ملکیت تثبیت شوی وي او خلکو پرې کورونه جوړ وي، زر پکې اجراات وکړئ ، نو د هغې پر اساس مو درته لیکلي، چې خلکو ته استعلامونه ور کړئ، زر یې ځواب واخلئ ، دوسیه ورته واچوئ او که چیرې ځواب ته نه حاضریږي او دوسیه ورته نه شئ اچولی، هغه خلک پوه کړئ، چې کله خبره درباندې را ورسېده بیا حق نه لرئ چې شکایت وکړئ».
د طالبانو د عدلیې وزیر، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي په برخه کې په جدیت مشهور دی، د ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوي په فساد کې ښکیل ګڼلي.
هغه وايي، « ددې ټولو خبرو نادیده نیولو نه دا معلومیږي چې ټول فساد په تاسې کې دی، تاسې تخنیکي هیئتونو کې فساد دی، تاسې کار نه کوئ، قوم پرستي او واسطه پرستي کوئ».
نوموړی په دغه غږیز فایل کې د یادو پلاویو ایمانداري او « جهاد» تر پوښتنې لاندې راولي او وايي، په منځ کې یې داسې کسان شته چې بډې اخلي او درغلي کوي.
نوموړی وايي، څو ځله یې استعفا کړې، خو استعفا یې نه منل کیږي: « په کراتو مراتو مې استعفا کړې، امیرالمومنین ته مې استعفا کړې، کابینې او رییس الوزرا ته مې استعفا کړې، زما استعفا خو نه مني، خو تاسې ته هم وایم چې یا مسوولیت ادا کړئ یا استعفا وکړئ او که مسوولیت هم نه ادا کوئ او استعفا هم نه کوئ، نو غله مو بولم، غله، خاینان او مفسدان یئ».
د طالبانو خپلمنځي اختلاف را برسېره کیږي
افغانستان انټرنشنل وړمه ورځ رپوټ ور کړی و، چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د یکه تازیو له امله ددې ډلې په منځ کې اختلاف راټوکېدلی.
ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د رییس الوزراز اقتصادي مرستیال مولوي برادر او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی دمګړۍ په متحده عرب اماراتو او قطر کې اوسیږي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د کورنیو چارووزیر سراج الدین حقاني پر ښځو او نجونو د ملاهبت الله له بندیزونو ناراضه دی او پر امنیتي ځواکونو، ځانګړو قطعاتو، وسلو او نورو تجهیزاتو د هغه ولکه او کندهار ته انتقال د نوموړي د قدرت د انحصارولو او د نورو د منزوي کولو هڅې ګڼي.
د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف اټکلونه هله لا ډېر شول، چې ددې ډلې د رییس الوزارا د اقتصادي چارو مرستیال ملا برادر د درملنې په نامه قطر ته په شاوخوا یوه میاشتني سفر لاړ.
طالبانو په رسمي ډول ددې ډلې د وزیرانو استعفاوې نه دي تایید کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو ویاند ویلي و، چې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني بېرته کابل ته راستون شوی.
نړۍ د هبت الله بدیل لټوي
د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل افغانستان انټرنشنل ته وویل، نړۍ هڅې پیل کړې چې په افغانستان کې د ملاهبت الله بدیل پیدا کړي او دوی په بهر کې د طالبانو له ځینو مشرانو سره په خبرو بوخت دي.
رحمت الله نبیل وویل، « ځینې هېوادونه د طالبانو له مشرانو سره خپلې برنامې شریکوي او غواړي په افغانستان کې یو ځل بیا ګډوډي رامینځته نه شي ځکه چې دا د سیمې د امنیت او ثبات لپاره لوي خطر پېښوي».
د کورنیو چارو پخواني وزیر محمد عمر داودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو تر منځ بې باوري او اختلافات اوس د پټېدو وړ نه دي.
داودزی په دې باور دی چې له افغانستان څخه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي وتل له ملاهبت الله سره د دوی اختلافات ښيي.
داودزی وايي، په وروستیو کې د طالبانو په وزارتونو کې دننه چاودنو او د دوی د مشرانو هدف ګرځېدو ددې ډلې ترمنځ بې باوري ډېره کړې او د پېښو عاملان هم تر اوسه نه دي پیدا شوي.