د اتلانو جام سیالۍ؛ پاکستان نن د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبیږي

د اتلانو جام سیالۍ نن چهارشنبه د ( کب لومړۍ نېټه) پیلېږي او د دغه جام لومړۍ لوبه نن د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ کیږي. دغه لوبه نن ماسپښین د کابل په وخت په ۱:۳۰ بجه د کراچۍ ښار په نېشنل بانک لوبغالي کې ترسره کېږي.

د دغو سیالیو لپاره د پاکستان د لوبغاړو په خپاره شوي نوملړ کې د بابراعظم، فخر زمان، شکیل، طیب طاهر، فهیم اشرف، کامران غلام، خوشدل شاه، سلمان علي اغا، محمد رضوان، عثمان خان، ابرار احمد، حارث رووف، محمد حسنین، نسیم شاه او شاهین افریدي نومونه شامل دي.
له بل پلوه بیا د نیوزیلنډ لوبډلې د لوبغاړو په نوملړ کې د کېن ویلیمسن، مارک چاپمن، راشین راوینډا، وېل یانګ، ډارېل مېچېل، ګلېن فېلیپس، مایکل براکوېل، مایکل سانټنېر، ناټن سمېټ، ډیون کانوې، ټام لټام، جاکوب ډوفي، کلېل جامیسون، لوکي فېرګوسن، مت هېنري او وېل او رورکي شامل دي.
د دغه جام دویمه سیالي سبا د هند او بنګله دېش لوبډلو او درېیمه هغه یې بیا د جمعې په ورځ د افغانستان او سوېلي افریقا ترمنځ ده.

د دغه جام سیالۍ به د روان ۲۰۲۵ کال د (مارچ میاشتې تر ۹مې نېټې) روانې وي.