د هواپوهنې اداره: په ۲۶ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شوی دی
د طالبانو تر کنټرول لاندې د هواپوهنې ادارې نن (د کب لومړۍ نېټه) په ۲۶ ولایتونو کې د شړکنده باران او واورې ورېدو اټکل کړی دی.
د دغې ادارې لهخوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه وړاندوېنه د سالنګونو په ګډون د کندهار، زابل، روزګان، غور، دایکنډي، بامیان، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا، لوګر، میدان وردګ، کابل، ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان، پنجشېر، کاپیسا، پروان، بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ او سرپل ولایتونو لپاره شوې ده.
د دغې خبرپاڼې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې د باران کچه ( له ۱۵ تر ۳۵) ملي مترو او د واورې کچه بیا (له ۱۰ تر ۳۵) سانتي مترو پورې اټکل شوې ده.
له بل پلوه د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت (د سلواغې له ۳۰مې د کب تر ۲مې نېټې پورې) د هېواد په ځينو برخو کې د سېلابونو د راتلو او د اوبو د کچې د زیاتېدو اټکل کړی دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د چغچران، هریردو، فراه، ترینکوټ، کندهار، زابل، هلمند، نیمروز، فاریاب، بلخ، جوزجان، خوست، لغمان، ننګرهار او پکتیا، لوګر او پنجشېر د سیندونو په برخو کې د ورښتونو له امله د اوبو د کچې لوړېدو او د سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.