واشنګټن پوست: یو وخت طالبانو د وزلوبې سیالي ګناه ګڼله، خو اوس ترې خوند اخلي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د (سلواغې ۲۹مه) په خپل یوه راپور کې لیکلي، وزلوبه چې د افغانستان ملي لوبه ګڼل کېږي؛ د کلیوالو سیمو خلک لا هم له دې لوبې خوند اخلي او ان طالبان چې یو وخت یې دغه لوبه «ګناه بلله» هم د تفریح په توګه د دغې سیالۍ ننداره کوي.

په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو بیا واکمنېدو ډېری خلک اندېښمن کړي وو چې دوی بیا دغه لرغونی ورزش بند نه کړي؛ ځکه دغې ډلې د ۱۹۹۰ لسیزه کې د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پر مهال وزلوبه «ګناه» بللې وه.

خو اوس هم دغه چټکه او سخته لوبه د هېواد په بېلابېلو برخو کې دوام لري او زرګونه خلک یې د نندارې لپاره راټولېږي، چې پکې د طالبانو غړي هم شامل دي.

البته د سیالیو نندارې ته یوازې نارینه اجازه لري؛ ځکه چې طالبانو د ښځو لپاره د عامه تفریح ځایونو ته په ورتګ بندیز لګولی دی.

د دغې ورځپاڼې خبریال لیکي، په بغلان ولایت کې چې د کابل شمال ته پروت دی او طالبانو پکې تېر شل کاله سختې جګړې کړې دي؛ اوس هلته سلګونه نارینه د وزلوبې سیالۍ ته راټول شوي وو. لوبغاړيو هڅه کوله، چې د «مصنوعي وزې» ته ورته ژوی د امتیاز اخیستلو په موخه ټاکلي ځای ته ورسوي. خلکو د خوښۍ چغې وهلې او کله ناکله به یې میدان ته ځان ورساوه؛ خو د اسونو د چټکو منډو له امله بېرته شاته تلو ته اړ کېدل.

نربای پهلوان چې د وزلوبې یو مسلکي لوبغاړی دی وایي:« وزلوبه هم د کرېکټ او فوټبال په څېر زښته زړه راکښوونکې لوبه ده. بېلابېل ټیمونه له لرې پرتو کلیو څخه سیالۍ کې د ګډون لپاره راځي».

ورځپاڼې لیکلي، ځیني خلک د طالبانو له‌خوا د وزلوبې د ملاتړ لامل د دغې ډلې د مشرانو د افکارو بدلون ګڼي.

انس حقاني چې د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني ورور دی ویلي، چې دی او نور طالب جنګیالي د جګړې پر مهال د راډیو له لارې د اروپا د فوټبال سیالۍ اورېدې.

وزلوبه د طالبانو لپاره بله مهمه ګټه هم لري؛ دغه لوبه په شمالي ولایتونو کې چې یو وخت د طالبانو ضد مقاومت مرکزونه وو اوس پکې دا لوبه خورا مشهوره ده.

وزلوبه ولې دومره مهمه ده؟

محمدولي بغلاني چې یو ۶۰ کلن سوداګر دی او د وزلوبې لپاره اسونه ساتي وایي، دغه لوبه یو ګران شوق دی؛ ځکه چې ځیني اسونه له ګاونډیو هېوادونو راوړل کېږي او د ساتنې لګښت یې په کلنۍ توګه زرګونه ډالرو ته رسېږي؛ خو بغلاني باور لري، چې دغه لګښت د دې ارزښت لري.

هغه زیاتوي: «موږ باید خپل دودونه ژوندی وساتو».

د اسونو ډېری مالکان د وزلوبې مسلکي لوبغاړي چې «پهلوانان» بلل کېږي د سیالیو لپاره ګوماري. پهلوان نربای وايي، سخت تمرین کوي او د پرهېز په کولو سره هڅه کوي، چې د لوبې لپاره خپل بدن برابر وساتي.

د وزلوبې شالید

د تاریخ ‌پوهانو په باور وزلوبه شاوخوا ۱۰۰۰ کاله پخوا د «منځنۍ اسیا» د کوچي قبیلو له‌خوا رامنځته شوې.

پخوا دغه لوبه د «اصلي وزې» یا د «وري» د بدن سره ترسره کېده، چې وزن یې ۴۵ کیلوګرامه و؛خو اوس په دغو سیالیو کې د وزې «مصنوعي بڼه» کارول کېږي.

د وزلوبې مینه‌‌وال باور لري، چې دغه بدلون د لوبې سره د خلکو لېوالتیا نه ده کمه کړې.

د وزلوبې راتلونکی

واشنګټن پوست په خپل راپور کې لیکلي، په بغلان کې چې یو وخت د «ورېښمو لارې» یوه مهمه برخه وه، د اسونو سره مینه له پخوا څخه موجوده ده.

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، افغان جنګیالیو له خپلو اسونو سره یو ځای جګړه کوله.

بغلانی د هغو ورځو یادونه کوي: «زموږ اسونه نه تښتېدل؛ بلکې زموږ ساتنه یې کوله».

د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي ناورین ژور شوی، مرستې او پانګونې کمې شوې او وچکالي ورځ تر بلې ډېرېږي.

وزلوبه هم له دغو ناورینو څخه خوندي نه ده پاتې او پر وړاندې یې اقلیمي بدلون یې لوی ګواښ ګڼل کېږي. افغانستان وچکالیو او اقلیمي بدلون سخت زیانمن کړی دی.

د اسونو ساتونکي او د وزلوبې لوبغاړي شکایت کوي، چې د وچکالۍ له امله څړځایونه لمنځه تللي او زرغونې سیمې ورځ تر بلې وچېږي.