په ایران کې د طالبانو د درېیم سکرټر د کور کلنۍ کرایه له ۳۱ زره امریکايي ډالرو ډېره ده
د «طالبلیکس» هېکرانو د اسنادو د خپرېدو په دوام، په یو سند کې په ایران کې د طالبانو سفیر مولوي فضلمحمد حقاني د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی، څو د نوموړي د درېیم سکرټر د کور کرایې لپاره ۳۱ زره او ۶۱۸ ډالر اجرا کړي.
په دغه مکتوب کې راغلي، چې د یاد سفارت د درېیم سکرټر مفتي محمدعلیم نوراني د کور قرارداد د ۱۴۰۲ کال د درېیمې میاشتې په ۱۱مه شوی او د ۱۴۰۳ کال د درېیمې په ۱۱مه پای ته رسېږي.
په یاد مکتوب کې د نوموړي د کور کرایه د ۱۴۰۲ کال د ۴۹۲ مکتوب له مخې دوه زره او ۵۳۹ ډالر او د لارښوونې د معاملاتو کمېشن پیسې یو زرو او ۱۵۰ ډالره ښودل شوې، چې ټولټال ۳۱ زره او ۶۱۸ډالر کېږي.
همداراز، د دغه مکتوب په دویمه پاڼه کې لیکل شوي، چې په کوربه هېواد کې د اقتصادي بندیزونو او د اسعارو بیو د بدلون له وجې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د کورونو کرایې مخ پر لوړېدو دي.
په دغه مکتوب کې زیاته شوې، سفارت پرېکړه کړې چې د محمدعلیم نوراني لپاره یو بل مناسب کور (لومړی پوړ او دویم پوړ)په کرایه ونیسي، چې د دوو پوړونو کور میاشتنۍ کرایه دوه زره ډالر او د لارښوونې د دفتر کمېشن پیسې بیا ۵۰۰ ډالره ښودل شوي او په دې سره دا پیسې ټولټال د کال ۲۵ زره امریکايي کېږي.
د یادونې ده، چې څه موده وړاندې د «طالبلیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي او استخباراتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسناد یې ترلاسه او افشا کړل.