طالبان وایي، چې په هرات ولایت کې یې یوه ښځه له کورني بنده خلاصه کړې ده

د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت خبر ورکړی، چې په هرات ولایت کې یې یوه ښځه له نهه کلن کورني بنده خلاصه کړې ده. دغه وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه مېرمن په پشتکوه ولسوالۍ کې د خپل خاوند له‌خوا بندۍ وه.

دغه وزارت زیاته کړې، چې د دغې مېرمنې خاوند یې محکمې ته ورپېژندلی دی.
طالبان داسې مهال دغه ډول ادعاوې کوي، چې خپله دغه ډله او دغه وزارت د ښځو او نجونو پر وړاندې په توپیري چلند او پراخو سرغړونو تورن دي.
همدا وړمه ورځ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو ټلوالې د طالبانو پر بشر ضد کړنو، په ځانګړې توګه د افغان ښځو او نجونو پر دوامدارې ځپنې سخته نیوکه کړې وه.
دغې ټلوالې پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې افغان ښځو ته د دوحې پروسې په بحثونو کې ځای ور کړي.
دغې ټلوالې په خپلې ګډې خپرې شوې خبرپاڼه کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون غندنه کړې وه، چې د ښځو پر خوځښت او د بیان پر ازادۍ بندیزونه لګوي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې وخت ناوخت د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د کورني بند څخه د ځینو کسانو د خلاصون راپورونه ورکړي دي.
خو د دغه ډول خبرونو سره طالبانو کوم سند، ویډیو او یا هم تصویر نه دی خپور کړی.