د کرېکټ نړیوالې شورا د اتلانو جام د جایزې پیسې ۵۳ سلنه زیاتې کړې

د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ، چې د اتلانو جام «چمپینز ټرافي» د جاېزې پیسې ۵۳ سلنه زیاتې شوې دي. ټاکل شوې ده، چې د اتلانو جام راتلونکې اونۍ په پاکستان کې پیل شي.

د پاکستان دولتي راډیو د رپوټ له مخې د کرېکټ نړیوالې شورا په ویلي چې د اتلانو جام ګټونکې لوبډله به پر معتبر ټرافي سربېره ۲.۲۴ میلیون ډالر نغدي جایزه ترلاسه کړي.

د کرېکټ نړیوالې شورا د پرېکړې پر اساس د جام دوهم مقام ګټونکې لوبډله به یې ۱.۱۲ ملیون ډالر کور ته وړي.

د اتلانو جام لپاره د جایزو ټولټال اندازه ۶.۹ میلیون ډالرو ته لوړه شوې، چې دا د ای سي سي ژمنتیا څرګندوي چې په نړیواله کچه دا لوبه وده وکړي.

د نیمه پای لوبې هره بایلونکې لوبډله به پنځه لکه ۶۰ زره ډالر تر لاسه کړي، په داسې حال کې چې پنځم یا شپږم مقام کې پای ته رسیدونکې لوبډلې به درې لکه ۵۰ زره ډالر خپل کړي.

د اووم او اتم مقام لرونکې لوبډلې به یو لک ۴۰ زره ډالر کور ته وړي، د ګروپ پړاو بریا سره لوبډلې اضافي ۳۴ زره ډالر ترلاسه کوي.

د اتلانو جام د لوبو لړۍ به د فبروري له ۱۹ تر مارچ ۹ پورې دوام لري.

دا له امنیتي ستونزو سره مخ پاکستان لپاره یوه مهمه شیبه ده ځکه چې د دې د لوبو کوربتوب کوي او په نړۍ کې یې د مینه والو لپاره د زړه راښکونکي کرکټ د تر سره کېدو ژمنه کړې ده.