افغان لوبډلې دویمه تمریناتي لوبه د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې پروړاندې وبایلله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) سیالیو لپاره د چمتوالي په موخه خپله دویمه تمریناتي لوبه د نیوزیلنډ لوبډلې پروړاندې وبایلله.

افغان لوبډلې په لومړۍ توپ وهنه کې د نیوزیلنډ پر وړاندې په تمریناتي سیالۍ کې د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره ۳۰۵ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۳۰۶ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه رحمن الله ګربز ۱۱۰، صدیق الله اتل ۵۲، حشمت الله شهیدي ۴۰ او ابراهیم ځدراڼ ۳۲ منډې جوړې کړې.

نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې د افغان لوبډلې د ۳۰۶ منډو هدف د خپلو ۸ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او دغه سیالي یې په دوه وېکټو وګټله.

د ویلو ده، چې دوه ورځې وړاندې افغان کرېکټ لوبډلې د پاکستان د الف لوبډلې پروړاندې هم خپله لومړۍ تمریناتي لوبه بایللې وه.

افغان کرېکټ لوبډله به د راتلونکې جمعې په ورځ د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) کې د خپلې لومړنۍ رسمي لوبې په موخه د سویلي افریقا لوبډلې پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.