مجیب الرحمان د الله محمد غضنفر پر ځای د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو کې واخیستل شو

د هند د کرېکټ غوره لیګ ممبیي اېنډینز لوبډلې خبر ورکړی، چې الله محمد غضنفر د ټپي کېدو له امله یې د ۲۰۲۵ کال سیالیو لپاره د هغه پرځای له مجیب الرحمان سره قرارداد کړی دی.
دغې لوبډلې په خواله رسنیو الله محمدغضنفر ته د سملاسي روغتیا غوښتنه هم کړې ده.
ممبيي اېنډینز وروسته له هغې دغه پرېکړه وکړه، چې څو ورځې وړاندې روغتیاپالانو الله محمد غضنفر د ځینو ټپونو له امله ۴ میاشتې له هر ډول کرېکټ څخه منعه کړ.
د افغانستان کرېکټ بورډ (د سلواغې په ۲۴مه نېټه) خبر ورکړ، چې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې توپ اچوونکی الله محمد غضنفر د ملا د ټپ له امله د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام له سیالیو بهر شو.
کرېکټ بورډ پر اېکس پاڼه کاږلي و، چې د نوموړي د ملا وروستۍ مرۍ په زېمبابوې کې د افغانستان د وروستیو لوبو پرمهال ژوبله شوې.
مجیب د افغانستان د کرېکټ یو له هغو ځوانو لوبغاړو څخه دی، چې په ۱۷ کلنۍ کې یې د هند په غوره لیګ سیالیو کې برخه واخیسته او د لومړي ځل لپاره یې د خپلې تاکتيکي توپ اچونې سره د خلکو پام ځان ته راواړوه.
د کرېکټ بورډ په وینا، الله محمد غضنفر تر څلورو میاشتو له لوبو بهر شوی او په دې موده کې به تر درملنې لاندې وي.