ایلان‌ماسکواله (ایلان ماسکیزم)

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

د نوموتې امریکايي مجلې ټایم Time پر پوښ د ایلان ماسک یو عکس خپور شوی، چې پکې دغه امریکايي میلیاردر او د ګڼو تکنولوژیکي – فضايي شرکتونو څښتن و نوښتګر د امریکا د ولسمشرۍ د میز ترشا نېغ ناست دی او د میز پر سر یوازې د کافي یوه پیاله د ده تر مخ ایښې ده.

ماسک د تر ټولو ډېرې کارېدونکې (X) یا پخواني تویتر مالک هم دی او د تېسلا بريښنايي موټرو د کمپنۍ خاوند هم. په سیاست کې د جنجالي هېوادمشر ډونالډ ټرمپ ټینګ پلوي و او اوس د هغه په کابینه کې د دولت د اغېزناکتیا د چارو وزیر دی.

د ماسک لویه موخه و هیله دا ده، چې نورو ستورو ته د انسانانو د کډوالۍ او ګرځندوی ساینسي تخیل شونی کړي. بېرته راګرځم د ټایم مجلې سېمبولیک عکس ته او د «ایلان‌ماسکوالې» اصطلاح ته. دنیا یوې نوې زمانې ته ورننوځي، داسې یوې زمانې ته چې د دغه امریکايي میلیاردر له نامه سره سېمبولیک تړاو لري او تر پخوانیو دود اخلاقو، ارزښتونو او باورونو ډېر توپیر لري.

د ټایم مجلې عکس ښيي، چې اصلي واک د چا په لاس کې دی؟ ماسک خپل کوچنی زوی (X) د امریکاولسمشرۍ ماڼۍ ته بیولی او خلک په خندا وايي: ماسک د امریکا د ولسمشرۍ بیضوي دفتر د ماشومانو د لوبو په وړکتون بدل کړی، کوچنی ایکس کله ټرمپ ته وايي: « ته نور هېوادمشر نه یې او له دې ځایه ولاړ شه!» کله د هندوستان له لومړي وزیر سره لوبیږي او کله هم په مطبوعاتي کنفرانس کې د خبریالانو کمرو ته خوله ویته ویته کوي...

دود ( معمول) تشریفات او د هېوادمشرۍد ماڼۍ حیثیتي درنښت نور بې مانا کړای شوی او هیڅه پرخپل ځای نه دي.

په پانګواله دنیا کې له پخوا څخه ریښتیا دا وه، چې په سیاست او د ټولنیز ژوند په هره چاره کې وروستۍ خبره پیسو او پانګې کوله. د ایلان‌ماسکوالې په زمانه کې به لومړۍ او روستۍ خبره داسې یوه ټولګه کوي، چې تکنولوژي، رسنۍ، پیسې، نړیوال امنیت او فضا یې ټول هممهال او یوځايي په ګورت کې وي. په دې زمانه کې ایلان ماسک یو بنیادم نه، بلکې د نوې پانګوالۍ نوی دود او نوی فرهنګ دی، نوي اخلاق دي، نوي تشریفات دي او نوي سیاسي ادبیات دي، چې ښايي د نولسمې و شلمې میلادي پېړیو په اوږدو کې د فرانسوي بنسټ خاوندو دیپلوماتیکو تشریفاتو، اخلاقو او ارزښتونو څخه وتل او دغو ادابو ته یې سپکاوی وګڼو او د کوچني ایکس په شان د لوبو زاړه توکي راته ښکاره شي.

ایلان‌ماسکواله تفکر کوم ټولنپوهنیز، سیاسي یا فیلوسوفیک مکتب نه دی، چې وار له مخه یې فکري بنسټونه تعریف شوي وي، بلکې د پانګې و تکنولوژي روبوټیک غبرګونونه دي، چې د لوګاریتمونو په مرسته ناڅاپي څرګندیږي او مخاطبانو ته د وړاندوینې وړ هم نه وي. کټ مټ هغسې چې د میونیخ په غونډه کې د امریکا مرستیال هېوادمشر جي. ډي وانس خبرې اروپايي مشرانو ته د وړاندوینې وړ نه وې. بیا یې تکراروم، چې ایلان‌ماسکواله یوازې د یوه شخص (ایلان ماسک) د کړو وړو او فکر تفسیر نه دی، بلکې د نوې زمانې حاکم سیاسي مرموز، مبهم او پېچلی وضیعت دی، چې روبوټیک عمل کوي، که څه هم لاتراوسه یې مدیریت د انسانانو په لاس کې دی. دغه نوی سیستم پینځه زاړه نړیوال برلاسي بنسټونه ننګولي او تقریباً له مانا تش کړي دي: نړیوال اقتصاد و پانګواله سیالي، نړیوال سیاست، نړیوال امنیت ،نړیوال سازمانونه او رسنۍ.

۱ـ نړیوال اقتصاد و پانګواله سیالي

ایلان‌ماسکواله د فضايي اقتصاد د انحصار په هڅه کې ده. یو مهال د ستورو د جګړې تخیل د داسې حالت وړاندوینه کړې وه. هغسې چې څوپېړۍ پخواپه سمندري لارو د تګ راتګ په بهیر کې د بخار ماشین له جوړېدو سره لویې بېړۍ جوړې شوې او اروپایانو یې په مرستهد نیول شویو ځمکو د خامو موادو او بشري ظرفیت ځبېښاک پیل کړ، د امریکا د نوې لویې وچې ښکېلاک بشپړ شواو بله خوا یې د اسیا و افریقا په لاندې کولو کې سیالي پیل کړه او په دنیا راوڅرخېدل، ورسره د ساینسي پوهنو یو نوی انقلاب راپیل شو.

هماغسې اوس ایلان‌ماسکواله غواړي هماغه کار د ځمکې له خاورینې سیارې څخه بهر وکړي، د ستورو او فضا د ښکېلاک زمانه پیلیږي. ځمکنیو تولیداتو ته چین، هندوستان او نور صنعتي هېوادونه شته، خو باید د تکنولوژي په مرسته کنترول شي. په ایلان‌ماسکواله کې برېښنا او د برېښنا په مټ د لاس‌جوړې هوښیارۍAI ،IT او روبوټیکي مدیریت په سر سیالي ده، چې امریکا یې انحصار غواړي. په نوې اقتصادي زمانه کې د انرژیتکي زېرمو په سر زاړه رقابتونه پای ته رسېدوني دي، ځکه برېښنا د هرې بلې انرژۍ ځای نیسي.

د چین د اقتصادي ځبېښاک نړیوال کېدل ګواښناک دي، ځکه یې امریکا باید مخه ونیسي، امریکا به د نوې تکنولوژۍ په مرسته لا هم د خامو موادو، ځمکو او نورو سرچینو راخپلول زیاتوي، خو سیاسي او امنیتي بڼې یې بدلیږي.

۲- نړیوال سیاست

په یوه بله بڼه د ملتپالنې نوې زمانه رارسېدلې ده، ټرمپ وايي: « موږ بېرته ځواکمنه امریکا جوړوو!» دا په دې مانا چې ځواکمنه نړۍ جوړېدلای نه‌شي او نه یې جوړول زموږ مسئولیت دی، موږ د ځواکمنه امریکا د جوړېدو مسئول یو. د ولسواکۍ د صادرولو سیاست مړ شوی دی. امریکا نور نو هیچېرته د ولسواکۍ، ملت جوړونې او دولت جوړونې په نامه نه ورځي. دا څیزونه وخت نیسي او بېځایه لګښتونه غواړي، امریکا او نور پانګوال هېوادونه به نورو هېوادونو ته مخامخ په هغه څه پسې ځي، چې په‌کار یې دي. د اوکراین جګړه به ختمه شي، خو د اوکراین کانونه او سرچینې به ځبېښل کیږي، په افغانستان کې دې ولسواکي او جمهوریت نه وي، د دوی په پخوانۍ ژبه «ترهګر» دې پکې واکمن وي او ښځې دې انسانانې نه ګڼل کیږي، خو بګرام به د امریکا په کار وي، کانونه به یې وړل کیږي. د پاناما کانال د امریکا په کار دی او باید ویې نیسي، دا مهمه نه ده، چې د پاناما هېواد څه ډول حکومت لري؟ نور نو امریکایان ویتنام ته د دموکراسۍ ټينګولو په نوم له کمونیستي ویتنام سره جګړه نه کوي، مخامخ ورځي او ورته وايي، چې دا او هغه مې په کار دی، ځکه امریکا باید پیاوړي شي. له خپل لویدیځ ملګري اوشریک ډنمارک څخه ګرینلنډ غواړي او وايي: دا راکړه، ځکه د پياوړې امریکا لپاره مې په ‌کار دی، ته یې څه کوې؟

له جغرافیايي پلوه ترځان غټ هېواد کانادا ته وايي، چې ته باید زما ۵۱ م ایالت شې، ځکه دا کار د ځواکمنه امریکا لپاره ښه دی. امریکا د نړیوالې دبدبې او پیاوړتیا لپاره غزې ته اړتیا لري، چې پکې ساحلي تفریح‌ځای جوړ کړي، فلسطینیان دې بل ځای ولاړ شي، پروا نه کوي. د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نوره مانا نه لري، د ایلان‌ماسکوالې لپاره مهمه دا ده، چې امریکا ځواکمنه شي. ټول هغه نړیوال موازین چې ملګرو ملتونو په رسمیت پېژندلي نور نو بې مانا کیږي، لکه د هېوادمشرۍ د بیضوي دفتر تشریفات چې د تکنولوژیک خدایګوټي د زوی په مسخرو کې له منځه تللي. دود (معمول) اخلاق، بشردوستي او متقابل درناوی خو وارله مخه له سیاسي فرهنګ څخه ایستل شوي دي. امریکا خپلې جنوبي پولې د کډوالو په مخ تړي، ناقانونه کډوال پاناما و ګوانتانامو ته په جبر لیږي او اروپایان باید د خپل ځان د پیاوړتیا لپاره نور د امریکا ملګرتیا ته ونه ګوري، ځان په ځان سودا ده. هر ملت باید پخپله ځان پیاوړی کړي. په ګڼو هېوادونو کې ځانساتي (محافظه کار) ښي اړخي پیاوړي کیږي، اروپا د کډوالو له لانجې سره باید غوڅ چلند وکړي، ځکه کډوال خلک وژني و ترهګریزې حملې کوي، نړیواله بشرپالنه څه مانا؟ هر ملت باید خپل ملي حریم وساتي او دا په یوه بله بڼه د ملتپالنې یوه نوي دوران ته لاره هواروي.

۳- نړیوال امنیت

د نړیوال امنیت مفهوم په ډراماتیکه بڼه بدل شوی دی.د میونیخ په کنفرانس کې د جي. ډي وانس خبرې اروپایانو ته ټکان ورکوونکې وې. نن و سبا لویه پوښتنه دا ده، چې ټرمپ به له اوکراین سره څه کوي؟ اروپایانو د اوکراین په جګړه کې ډېر څه وبایلل، پیسې، وسلې او د ناټو اعتبار. اوکراین ویجاړ شو، لکونه انسانان ووژل شول، اروپا له اقتصادي پلوه له پښو وغورځېده او اوس ګونګوسې دي، چې ټرمپ به په یوازې سر له پوتین سره په کوم عربي هېواد کې پر سوله پایلې ته ورسیږي، هماغسې چې یې د افغانستان جګړه په دوحه کې پای ته ورسوله، نه د افغانستان خلک خبر وو او نه یې انتخابي ولسواک حاکمیت، بېړه وه او افغانستان یې د دوی په پخوانۍ ژبه «ترهګرو» ته وروسپاره. په سوریه کې هم کیسه رالنډه شوه. روسانو لکۍ ورټوله کړه او بشارالاسد راوپرځېد، دا مهمه نه وه، چې لکونه سوریایان ولې ووژل شول؟

په ایلان‌ماسکواله کې ناټو بې مانا شوې ده. نور نو نړیوال ګواښ هغسې نه دی، چې د ناټو په شان زوړ ماشین دې يې مخه ونیولای شي. ناټو په افغانستان کې ماته شوه او په اوکراین کې یې سر وخوړ. ایا یوه پوځي سازمان ته باید په میلیارډونو ډالر د دې لپاره ورکړل شي، چې خپلې پرلپسې ماتې تحلیل کړي؟ ولې؟

په ایلان‌ماسکواله کې نړیوال امنیت نوی تعریف لري، په دې تعریف کې ناټو یوه تاریخي و زړه پدیده ښکاري. ایلان‌ماسکواله په یوه ورځ د زرګونو پیجرونو په منفجرولو سره د حزب الله د له منځه وړلو تیوري ده. په ایلان‌ماسکواله کې یو لوری کولای شي خپل دوښمن د یوه هېواد د پلازمینې په تر ټولو خوندي و امنیتي مېلمستون کې داسې ووژني، چې د هغه د خوب کټ هم مات نه شي.په ایلان‌ماسکواله کې د خپل دوښمن هېواد جمهوررئیس په خپل هلیکوپتر کې هم وژلی شې، پرته له دې، چې هغوی پرې پوه شي، چې چا او څرنګه وویشت؟

ایلان‌ماسکواله د روبوټونو جګړه کوي، د تکنولوژۍ په مرسته ستا د جېب تیلیفون په ځانمرګي بریدګر بدلوي، په داسې زمانه کې د ناټو ټانکونو او توپونو ته اړتیا څه ده؟

ټرمپ اعلان وکړ، چې اوکراین نور د ناټو د غړیتوب له سېکه وتلی، د دې خبرې تر شا دا هم سړی موندلی شي، چې نوره نو اړتیا نه‌شته چې اوکراین دې د ناټو غړی شي، بلکې ناټو په خپله څه مانا؟ اروپا دې د خپل امنیت غم پخپله وخوري. همدا نن په اروپا کې پر دې بحث دی، چې که ځان ته پاتې کیږو، نو باید څه وکړو؟ همدا نن د ویجاړ او مات اوکراین هېوادمشر زېلینسکي وویل: اروپا باید له امریکا پرته د بین‌الاروپايي امنیت ځواک جوړ کړي، چې د ناټو ځایناستی شي.

روسان ایلان‌ماسکوالې ته هېښ دي. په دې پوهیږي، چې امریکا د ټرمپ په واکمنۍ کې د ځان د پیاوړتیا لپاره په هڅو کې نور نو د کنګلیزې ییږې پوزې ته خلی نه وروړي. اروپایان د روسیې اینرژیتیکو زېرمو ته اړ دي او ټول پوهیږي، چې د اوکراین جګړه نوره نو بې مانا ده.

د ایلان‌ماسکوالې په زمانه کې نور نو د نړۍ په هرځای کې د پوځي هډو ساتلو ته اړتیا نه شته، په ځینو ځایونو کې به ارزانه اجیرې نیابتي ډلې د عقیدې و عقدې په زور جنګول کیږي او یوګورت ډالر به ورکول کیږي او پاتې نوره جګړه به روبوتونه کوي. تر دې روسته به جګړې و سوبې روباتیکې وي. ځینې هېوادونه له فضا څخه هم ویشتل کیدلای شي، د ځینو لښکرونو په جېبونو کې به یې تیلیفونونو منفجریږي،دا انفجار د حزب الله د پېجرونو په بڼه هم ممکنه ده او د اطلاعاتي بمونو په بڼه هم.

۴ـ نړیوال سازمانونه

ایلان‌ماسکواله ځان په ځان سودا ده. نړیوال سازمانونه نور په درد نه خوري. امریکا د چاپېریال ساتنې، روغتیا او خوړو له سازمانونو وتلې ده. د امریکا نړیواله انکشافي اداره تقریباً وتړل شوه، چې ګڼو سازمانونو یې په مټ کار کاوه، په پوځي و امنیتي برخه کې مو مخکې د ناټو پوځي سازمان ته اشاره وکړه. جي ډي وانس د میونیخ په غونډه کې وویل: « موږ (امریکایانو) ستاسو د ګرېتا تونبرګ خبرې زغملی شوې، تاسو هم زموږ د ایلان ماسک خبرې وزغمئ» ګرېتا تونبرګ هغه سویډنۍ پېغلوټې ده، چې د چاپېریال ساتنې د ځوانانو نهضت یې رامنځ‌ته کړ او د ښوونځيو میلیونونه زده کوونکي یې راوویستل، چې د صنعتي هېوادونو مشران چاپېریال ته له پېښو ګواښونو خبر کړي او په دې اړه یې عمل ته وهڅوي. د مرستیال هېواد مشر وانس دا خبره د نړیوالو ژمنو په مخ یوه څپېړه ده.

ایلان‌ماسکواله به د ګڼو نړیوالو ژمنو په مخ داسې څپېړې ورکړي.

تر ټولو معتبر نړیوال سازمان (ملګري ملتونه) عملاً د بېواکۍ او بې‌مانا توب تر ټولو بدې ورځې تېروي. ملګري ملتونه چې د بشري امنیت، بشري حقونو، بشري مرستو، بشري انکشاف، بشري فرهنګ او بشري عدالت د ساتنې و پالنې لپاره رامنځته شوی و، ځکه نور هغه سازمان نه‌دی، چې د ایلان‌ماسکوالې په زمانه کې دا ټول خپل مفاهیم بایلي. د بشري امنیت، بشري حقونو[ په تېره بیا د ښځو د حقونو په برخه کې]، بشري مرستو، بشري انکشاف، بشري فرهنګ و عدالت په برخه کې د ملګرو ملتونو توان او ونډه په افغانستان کې لیدلای شئ! ملګري ملتونه یعنې څه؟

د ملګرو ملتونو د نړیوال عدالت تر ټولو معتبره څانګې هم په نوې زمانه کې خپل اعتبار بایللی. د نړیوالو جرمونو محکمې ICC د دې لپاره د دونالد ټرمپ له غوسې سره مخامخ او تحریم شوه، چې د اسرائیلو د لومړي وزیر نتنیاهو د نیولو حکم یې کړی و. د امریکا هېوادمشر د دغې محکمې د لوی څارنوال کریم اسد احمدخان د نیولو امر ورکړ او په دې توګه یې وښووله چې نور نو د نړیوالو سازمانونه زمانه پای ته رسېدلې ده.

۵ ـ د نوې زمانې رسنۍ

د ایلان‌ماسکوالې لوی ځواک د اطلاعاتو چټک و اسانه خپرېدل دي. د ټولې نړۍ مدیریت شوې انحصاري اطلاعاتي جرړې د دوی په لاس کې دي. د اخبار، راډیو او ان څه ناڅه د تلویزیون زمانه مخ په تېرېدو ده. پخپله ایلان ماسک اعلان وکړ، چې د امریکا غږ و ازادۍ راډیو باید وتړل شي، ځکه څوک یې نه اوري او د امریکا پیسې بېځایه پرې لګیږي. ماسک د (X) خاوند دی. فیسبوک، انستاګرام، تیلیګرام، واتسپ، ګوګل، Chat GPT، ټيک ټاک او په لسګونو نور اطلاعاتي- معلوماتي – اړیکتیايي او د عامله افکار و تغذیې، مدیریت او کنترول ټول کانالونه له دوی سره دي. د چین لږ و ډېرې سیالۍ ته يې اندېښنه ده، خو دوی په چټکۍ غواړي په دغه ځواک خپل انحصار پیاوړی کړي.

که له خپلې کورنۍ سره غږیږئ، که د هوا حالات معلوموئ، که د ترکاري د ګټوپه اړه معلومات غواړئ، که د چېرته تللو ادرس پوښتئ، که په موټر کې د مزله لار و لوری ټاکئ او که چا ته یو عادي پیام لېږئ نو باید له دې وسایلو کار واخلئ او د خپلو پیسو یوه برخه ایلان‌ماسکوالې خزانې ته وسپارئ. ایلان‌ماسکواله ستاسو هریوه په جېب کې ده. راځئ محاسبه یې کړئ: د خوب، کار، خوړو او کورنۍ ترڅنګ مو د ژوند هر ۲۴ ساعتونه څو سلنه وخت او د ګټې وټې څومره برخه پیسې درڅخه د ایلان‌ماسکوال اطلاعاتي ځبېښاک دغه وسیله (هوښیار تیلیفون، کمپیوتر...) نیسي؟

وګورئ، چې تاسو څومره د خپل دغه زبیښاکي ملګري تابع یاست. تکنولوژي د انسان له کنتروله وتونکې ده، بلکې دا انسان دی، چې د تکنولوژي په لوبتوکي (بازیچه) بدلېدونکی دی.په خپلو کورونو کې راروان نسل ته ځير شئ، هغه وخت و پیسې چې په تکنولوژي لګول کیږي، تر تاسو یې ستاسو بچي او ښایي تر دوی یې د دوی بچي ډېر ولګوي. که دا کیسه همداسې روانه وي، درې راتلونکې نسلونه څنګه ګورئ؟

لنډه پایله

تکنولوژي و پوهه هرڅه رانغاړي. په نوې زمانه کې – چې ځان په ځان سودا ده -هرڅه په دې پورې اړه لري، چې د خپل دښمن مخه څنګه او څومره په هغه وسله ونیسئ، چې هغه درپسې رااخیستې ده، یعنې پوهه و تکنولوژي.

له دې اړخه موږ چېرته یو؟

څه کوو؟

ا و څه به شو؟

دې پوښتنو ته په خپل ذهن کې د ځواب پلټنه وکړئ.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.