ټیلګراف: طالبان پر ښځو د بندیزونو پر سر له داخلي کړکېچ سره مخ دي

ټیلګراف ورځپاڼې په خپل راپور کې ویلي، چې د ښځو د حقونو په اړه د طالبانو داخلي مخالفت ښايي په افغانستان کۍ د یوې بشپړې شخړې لامل شي. دغه ورځپانه وايي، چې هبت الله اخوندزاده د ښځو او نجونو پر زده کړو د بندیز له امله د خپلې کابینې د لوړ پوړو وزیرانو له مخالفت سره مخ دی.

ټیلګراف ورځپاڼې عربي اماراتو ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د تیښتې او له افغانستان نه بهر د سراج الدین حقاني څو ورځني سفر ته په اشاره په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د طالبانو مشر په کابل هوايي ډګر کې ځینې کسان ځای پر ځای کړي چې له افغانستان څخه د نورو طالب چارواکو د وتلو مخه ونیسي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۲۱ کال وروسته مولوي هبت الله اخوندزاده اوس له یو لوی بحران سره مخ دی.

دغه رسنۍ د طالبانو له لوري پر ښځو د زده کړو، کار او جبري حجاب بندیزونو ته په اشاره وايي:« د دغو بندیزونو د له منځه وړو لپاره هیلې کمې شوې او د یو نسل افغان نجونو راتلونکی له زده کړو محروم دی.»

دې ورځپاڼې د طالبانو د بهرنیو چارو د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هغه غږیز پیغام ته هم اشاره کړې، چې وايي، پر ښځو لګول شوي محدودیتونه د دې ډلې د ځینو لوړ پوړو چارواکو شخصي غوښتنه ده.

عباس ستانکزي له افغانستان څخه د تېښتې دمخه په یوه غونډه کې په عامه توګه د نجونو پر زده کړو د بندیزونو په اړه نیوکه وکړه.

ټیلګراف لیکلي، چې له دې څرګندونو وروسته د طالبانو مشر د عباس ستانکزي د نیولو امر صادر کړ څو په هیواد کې مخالف غږونه غلي کړي.

په راپور کې ویل شوي، «عباس ستانکزی مخکې له دې چې ونیول شي، عربي اماراتو ته وتښتېد» خو عباس ستانکزي ویلي، چې د استراحت لپاره له هېواده بهر تللی دی.

د ټیلګراف په دغه راپور کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د دفاع وزیر ملا یعقوب له لوري د نجونو پر زده کړو له بندیز سره د مخالفت یادونه هم شوې ده.

ټیلګراف لیکلي:«د طالبانو په منځ کې رسمي وېش کولی شي د ډلې کنټرول کمزوری کړي او د داخلي شخړو، انحرافاتو او د مرکزي واک له لاسه ورکولو لامل شي. حقاني کولی شي له خپل نفوذ او جنګیالیو څخه په استفاده د اخوندزاده واکمني وننګوي.»

راپور د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري هغې وینا ته اشاره کړې، چې په یوه غونډه کې یې په ژړا د نجونو پر زده کړو د بندیزونو د لري کولو غوښتنه پکې کړې وه.

په دغه راپور کې د طالبانو دویاند ذبیح الله مجاهد د اېکس سپیس په اړه هم یادونه شوې، چې نوموړي د طالبانو تر منځ مخالفتونه تایید کړي وو.