معترضې مېرمنې: د افغانستان د کړکېچ یوازینۍ حل لاره دا ده، چې ازادې او رڼې ټاکنې ترسره شي

د ارغواني شنبو غورځنګ وایي، د افغانستان د کړکېچ د حل یوازینۍ مشروع لاره دا ده چې د ډیموکراسۍ، مدني حقونو او ټولنیز عدالت پر بنسټ یو غیر متمرکز سیاسي نظام (فدرالیزم) پیاوړی شي او د نړۍوالو ادارو تر څار لاندې ازادې، رڼې او عادلانه ټاکنې ترسره شي.
دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« موږ د طالبانو مخالفو ټولو سیاسي غورځنګونو، مشرانو، کلتوري فعالینو او فکري مشرانو ته بلنه ورکوو، چې د یوه ګډ سیاسي نظام په چوکاټ کې سره راټول شي، د خلکو باور بېرته ترلاسه کړي او له اوسني ناورین څخه د وتلو لاره هواره کړي.»
خبرپاڼه زیاتوي، واک ته د طآلبانو له رسېدو وروسته یادې ډلې د خپلو ژمنو خلاف نه یوازې له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې نه کړې؛ بلکې هغوی ته یې د تمویل، وسلو، زېربناوو او بشري ځواک په ورکولو سره لا پیاوړې کړې او افغانستان یې د نړۍوالې ترهګرۍ په مرکز بدل کړ.
د ارغواني شنبو غورځنګ په ورستیو کې طالبانو ته د ځینو هېوادونو لهخوا د سفارتونو سپارلو ته په اشارې سره ویلي، که څه هم له طالبانو سره تاکتیکي اړیکې د دغې ډلې د ځواک د پیاوړتیا، او په افغانستان کې د سیاسي، قانوني او خپلواک مشروعیت د ناورین د پراخولو یو لامل دی؛ طالبانو ته د دغو استازولیو سپارل یوه ډله چې نړۍوال مشروعیت او ډیموکراتیک ملاتړ نلري، نه یوازې د ډیپلوماسۍ د اصولو او د عامه نړۍوال قانون د نورمونو ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې د دغو ډیپلوماتیک ځایونو هر ډول رسمي لېږد د یو تحمیل شوي، استبدادي او بشري حقونو سرغړونکي رژیم ته مشروعیت ورکول ګڼل کېږي.
همداشان ارغواني شنبو غورځنګ په ملګرو ملتونو غږ کړی چې، په ډیپلوماتیک ډګر کې دې د داسې ویجاړونکو کړنو د مخنیوي لپاره اغېزمن او ریښتوني اقدامات ترسره کړي.