د بدلون ګونګوسي او د مثبت بدلون د پایښت راز
سیاسي بدلونونه ترهغو په ټولنیزو تلپاتې بدلونونو اوښتلای نهشي، چې په یوه فرهنګي بهیر کې د ټولنې قاعده روښانه شوې نهوي.
سیاسي بدلونونه ترهغو په ټولنیزو تلپاتې بدلونونو اوښتلای نهشي، چې په یوه فرهنګي بهیر کې د ټولنې قاعده روښانه شوې نهوي. د خلکو له پوهېدو څخه هم ښکېلاک ویریږي، هم د ښکېلاک په مرسته جوړې شوې واکمنۍ، هم په هغوی پورې تړل شوي ارتجاعي ځواکونه او هم ټول شاتګپالي.
دا د تاریخ یوه داسې زبات شوې منطقي پایله ده، چې نورو ملتونو پېړۍ پېړۍ پخوا ازموېیلې او پاتې هوښیارو ملتونو ورڅخه پند اخیستی دی.
د رومانتیسیسم نوموتی فرانسوي لیکوال ویکتورهوګو ( ۱۸۰۲ – ۱۸۸۵) په خپل شهکار اثر « د پاریس نوتردامNotre- Dame De Paris» کې، چې د «نوتردام شاکړوپیThe Hunchback of Notre- Dame) په نامه فلم هم پرې جوړ شوی، یوځای دغه علمي – ټولنپوهنیزه پایله ډېره ښه تمثیل کړې ده.
په فلم کې د فرانسې د پینځلسمې پېړۍ پاچا یوولسم لويي له خپل یوه هوښیار او پوه وزیر سره نوتردام کلیسا ته ورځي، چې د دغې مشهورې و ځواکمنې کلیسا د کشیشانو له مشر کلودفرولو۱ سره وګوري او همدلته د روښانتیايي تاریخ یو خورا مهم مجلس کیږي، د کشیشانو مشر پاچا او د هغه دانشمند وزیر د کلیسا یوې څنډې ته بیایي او هلته د جرمني ګوتنبرګ له خوا جوړ شوی د چاپ ماشین ورښيي، چې د ده له نظره یو لوی ګواښ دی:
پاچا: څه؟ لوی ګواښ، مګر دا خو یو ماشین دی.
کشیش: دا ماشین دې دوزخ ته ولاړ شي، دا یو داسې ماشین دی، چې کولای شي، پاچاهي ړنګه کړي، ستا پاچاهي!
[ غواړي پاچا ته یې په عمل کې وښيي، خو له ماشين څخه د ډېرې کرکې له زوره هغه په خپل لستوڼي نیسي او تاووي یې... یوه چاپي ورقه ترې راباسي]
پاچا: دا څه ده؟
کشیش: دا د هغه کتاب لومړۍ پاڼه ده، چې د انسانانو د خپلواکۍ په اړه خبرې کوي...
پاچا [ په وېره]: چا لیکلی؟
کشیش: مهمه نه ده، چې چا لیکلی، مهمه دا ده چې چاپیږي او که چاپ پیل شو، هرسړی لیکوال کېدلای شي، هرڅوک هرڅه لیکلای شي، هرڅوک به خپل نظر و فکر بیانولای شي او هرڅوک به له حقایقو خبریږي... او دا یو لوی خطر دی زما پاچا!
وزیر: خلک نه، خپل دښمنان یاد کړه، دا د چاپ ماشین دی، نه یوه سیاسي وسله، دا د پوهې د خپرېدو وسیله ده...
کشیش: غلط!!! غلط!!! ته غلط یې ښاغلیه !
زه له پوهې سره مینه لرم، زما ربړه و غوښتنه پوهه ده، د کلیسا اصلي موخه و دلیل پوهه ده، خو پوهه د چا لپاره؟
دا باید زما واک وي، دا واک باید له کلیسا سره وي، چې څوک دې وپوهیږي یا ونه پوهیږي؟ نه له هرچا سره، نه له ټولو خلکو سره...
[ دا مهال کشیش پاچا و وزیر د کلیسا د کتابتون خواته بیايي]
کشیش: کتابونه دلته دي، دلته هغه کتابونه هم شته، چې د الکساندریې له سوزول شوي کتابتون څخه ژغورل شوي وو، کتابونه همدا دي، چې انسانانو په لاس لیکلي او له موږ سره خوندي دي، ټولو ته یې لوستل ممکن نه دي، لاتراوسه د پوهې د خوندي کولو بله وسیله نهشته او د پوهې واک له موږ سره دی، کتابونه انسانان لیکي، د انسانانو لاسونه یې لیکي، نهښايي دا واک ماشین ته ورکړل شي...
وزیر: خو چاپخونه (چاپ ماشین) دا چاره اسانوي، چې په کتابونو کې لیکل شوې پوهه ژر خپره شي او ټول خلک ترې ګټه پورته کړي، دا اسانه کیږي...
کشیش [ په مسخرو]: اسانه ! اسانه![ او بیا پاچا ته مخ اړوي] اعلیحضرته! همدا د پوهې اسانه خپرېدا لوی غم دی، که پوهه کور تر کوره خپره شوه او هرسړی پوه شو، نو مصیبت او آفت به پیل شي، هرسړی به کتاب ولري او هرسړی به « د کتاب خاوند» شي، لکه زه! زما او د عامو خلکو توپیر به نو څه وي؟ کتابونه به ټوله نړۍ ونیسي...
پاچا: بیا به پوهه خپره شي او خلک به ټول له خپلې ماضي څخه خبرشي، په حقایقو به وپوهیږي، حقیقت به ټولو ته روښانه شي، ټول به موږ وپېژني او پوه به شي، چې زموږ ځواک د دوی په ناپوهۍ کې دی.
نه! زه د داسې کېدو اجازه چاته نه ورکم، زه به مطبعه ودروم او هره هڅه به وکړم، چې هيڅه چاپ نهشي...
کشیش: نو لکه خپل پلار غوندې د هرڅه واک ماته راکړه، که مو د مطبعې او د خلکو د پوهېدا مخه ونیوله، پاچاهي به مو ژغورلې وي.
وزیر: زه به دا خبره غلطه ثابته کړم، زه به دا هېواد شپاړسمې پېړۍ ته وردننه کړم او مختګ به یې تضمین کړم.
کشیش [ په غوسه]: خو زه به فرانسه وژغورم، له مطبعې څخه به یې وساتم، هماغسې لکه له سوسیالیزم او جیپسیانو (رومي کوچیان) څخه مې چې وژغوره، دواړه مې تکفیر کړل...
وزیر: ته نو غواړې، چې فرانسه په ټپه ودروې؟
کشیش: بالکل! همداسې کوم.
د دغې صحنې د متن له خپرېدا شاوخوا دوه سوه کاله وروسته نن په یویشتمه پېړۍ کې یوه مستبده واکمني په افغانستان کې د خلکو د ناپوهۍ او تیاره ساتلو په هڅه کې ده، ځکه د خلکو له پوهېدو څخه ویریږي. د ښځو له زدکړو څخه یې زړه ترک چوي. دا واکمني له اټومي بمونو نهډاریږي، خو له لوستو ښځو او پوهو نارینهوو څخه یې غوني زیږيږي. کټ مټ د شپږ سوه کاله پخوا د کلیسا کشیش غوندې د خپل واک و ځواک زوال د خلکو په پوهېدو کې ویني او له تکفیر، وژنې، شکنجې، ویرونې او ترهې اچولو څخه کار اخلي. کشیش کلود فرولو غواړي د داستان ښکلې اتله پېغله (اسمر الدا) اور ته واچوي، ژوندۍ ژوندۍ یې وسیزي، پلمه یې هم دا ده، چې د هغې په وجود کې شیطان ننوتی دی. کشیش له ښځو سره دوښمني لري، له کتاب او پوهې سره یې بدي ده، کټ مټ د نننیو مستبدو واکمنو په شان چې د ښځو له زدکړو ویریږي، له پوهنتون څخه کرکه لري، د کتاب او پوهې عامېدل یې نه خوښیږي، دا ناروا ګڼي، چې هرڅوک کتابونه ولولي، کتابونه خپاره شي، هرڅوک خپل نظر ولري، د ازادې وینا حق ولري، د نن زمانې له رسنیو ویریږي، تلویزیونونه، راډیوګانې او ورځپانې تړي، خلک د خپلو نظریاتو په څرګندولو زندان ته اچوي او ښځې د وینا و حقغوښتنې لپاره شکنجه کوي.
خو هغه څه چې څرګنده ده، د بدلون حتمي پېښېدل دي، کشیش کلود فرولو او یوولسم لويي ونه کړای شول، چې د خلکو د پوهېدو مخه ونیسي، هماغه د کلیسا ماشین وخوځېد ( وخوځول شو) او د خلکو د راویښېدو او پوهېدو پاڼې یې چاپ کړې او سراسري پاڅون ته یې لاره هواره کړه. هغه مهال د هنر، ادبیاتو، انځورګرۍ، موسیقۍ، مجسمه جوړونې، معمارۍ او ټولو فرهنګي څانګو موضوع له کلیسا، کشیشانو او مسیح څخه انسان ته راواوښته، انسان د هرڅه په محور کې راغی، د انسان ګېډه، د انسان هوسایینه، د انسان مینه، د انسان ښه ژوند. هنر و ادبیاتو همدې ته مخه کړه او انسان یې د مسیح ځایناستی کړ. هغه مهال کلیسا و کشیش د خلکو په تیاره ساتلو کې ناکام شول، نو د یویشتمې پېړۍ په دې زمانه کې چې د هرچا په جیب کې په هرڅه د ځان پوهولو او ځان خبرولو کوشنی ماشین پروت دی، دا ناممکنه ده، چې خلک په تیاره کې وساتل شي. خلک به خامخا خبریږي، چې هغه څه چې مستبد واکمن یې وايي د خدای وینا نه ده، خلک به خامخا په دې پوهیږي، چې دوی ټول عمر دروغ ورته ویلي، نه ځمکه د غويي پر ښکر سپره ده، نه د سپي و مېږې له یوځای کېدو څخه بچی زیږي او نه هم د ښځې له ښځې سره د یوځای کېدو له کبله بې هډوکو ماشوم زېږېدلای شي.
ټول خلک به د همداسې بیولوژیکي حقیقتونو په شان بالاخره په دې هم پوهیږي، چې واک جوړول، واکمني ټاکل، قانون جوړول اوخپلې وګړنۍ خپلواکۍ ته قانوني حدود ټاکل د دوی واک و صلاحیت دی، نه د شیخانو. مهمه دا ده، چې د ټولنې قاعده روښانه شي او په دې وپوهیږي، چې شیخان د خپلې واکمنۍ لپاره دروغ وايي، په دین پسې دروغ وايي او خلک ویروي، تکفیروي یې، وژني یې خو خپل واک ساتي. که له روښانفکرو ورهاخوا عامه ټولنه په دې حقایقو وپوهېده او روښانه شوه، هله به هر ډول مثبت بدلون په ځان پسې بل او بل بدلون راولي او خلک به موډېرن بشري ژوند ته ځان رسوي. داسې یوه ټولنه به جوړوي، چې هم د خلکو روحاني او حیقیقي دیني وجایب پرځای شي او هم یې دونیا ښکلې، هوسا او سوله ییزه وي.
د ویښتیا و روښانتیا په پایله کې داسې بدلون راتلل حتمي دی، چې خلک یې رهبري کړي، ویې ساتي او تر اوږدې راتلونکې پورې ورڅخه ګټه پورته کړي. دا به داسې بدلون وي، چې شاتګ به نهپېژني، ځکه د څرخولو واک و ځواک به یې له عامو خلکو سره وي. له انسانانو سره، له هرچا سره، نه یوازې له مستبدو شیخانو سره.
۱. په داستان کې کلود فرولو منفي کرکټر دی، دی د شر او بدۍ نښه و سېمبول دی. ظالم و بېرحمه، دسیسه جوړوونکی او دروغجن دی. کلیسا و دین یې په لاس کې دي او پر پاچا او ټوله فرانسه راج چلوي. دی د پاچا هوښیار وزیر وژني او د وژنې تور یې په اسمرالدا ( یوه ښکلې کوچۍ پېغله) اچوي، چې دی پرې میین دی، خو نجلۍ ورڅخه کرکه لري. د رومان غمیزه همدا ده، چې ښکلې پېغله د دغو تور له کبله اعدامیږي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.