د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: د پاکستان له پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا غوښتونکي یو
د هېکرانو یوې ډلې طالب لیکس لهخوا د طالبانو په افشا شویو سندونه کې یو سند هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست اړوند دی، چې پکې یې په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان له پوځ سره د ورورۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمن دي.
یاد مکتوب چې د «۱۴۰۳ کال د اومې میاشتې په ۱۴مه» نېټه لیکل شوی پکې یادونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ سره د ورورګلوۍ او ملګرتیا اړیکو ته ژمنتیا لري.
د طالبانو په دغه افشا شوي سند کې ټینګار شوی، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هېڅ ګاونډي او بهرنیو هېوادونو پر ضد نه کارېږي.
پاکستان بیا د طالبانو دغه څرګندونې نه مني او ادعا کوي، چې د افغانستان د خاورې دننه یې د دوی پر ضد جنګېدونکي «ټي ټي پي» وسلهوالې ډلې ته پناه ځایونه ورکړي او خاوره یې د دوی پر ضد کارول کېږي.
د طالب لیکس له لوري د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دغه افشا شوي مکتوب کې ویل شوي د پاکستان هغه ادعا سمه نه ده، چې ګني افغان طالبانو د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغانستان له خاورې پر پاکستاني پوځیانو د سپکو او درنو وسلو بریدونه شوي دي.
د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړیکې په ښکاره توګه خړې پړې شوې او دواړه لوریو د لفظي بریدونو تر څنګ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې سره وسلهوالې نښتې هم کړې دي.
پاکستان په بېلابېلو وختونو کې په نړۍوالو ناستو کې او د هېوادونو سیاسي استازولیو ته له طالبانو شکایت کړی دی، چې پاکستاني طالبان یې په خپل هېواد کې خوندي ساتلي دي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په خېبر پښتونخوا کې د «ټيټيپي» فعالیتونه نه یوازې دا چې چټک شوي؛ بلکې پراخ شوي هم دي او هره ورځ یې له پاکستاني پوځیانو سره د وسلهوالو نښتو خبرونه لاس په لاس کېږي.
په ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر سیاستوالو هم اندېښنې څرګندې کړې، چې د پاکستان د بې غورۍ له کبله د «ټيټيپي» بریدونو زور اخیستی دی.
ملګرو ملتونو تازه په خپل یو راپور کې طالبان ملامته کړي، چې د پاکستان پر ضد یې پاکستاني طالبانو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی او حتی د لوژېستیکي ملاتړ تر څنګ یې د یادې ډلې مالي ملاتړ هم کړی دی؛ که څه هم د طالبانو د روانې واکمنۍ په لومړیو میاشتو کې له «ټيټيپي» سره د خبرو اترو لپاره پاکستان خپل څو پلاوي هم کابل ته واستول؛ خو دغو مذاکراتو نه یوازې دا چې چندان پایلې یې ورنکړې بلکې یادې وسلهوالې ډلې لا خپلو فعالیتونو ته زور ورکړی.
افغان طالبانو بیا په وار وار د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او همدا خبره یې کړې، چې د افغانستان خاوره د خپلو ګاونډیو او هېڅ هېواد پر ضد نه کاروي.
د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې راغلي، چې حتی د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ختیځ ترکستان وسلهوالې ډلې مشر عبدالحق نورستانی چې له القاعده شبکې سره پراخې اړیکې لري په ډاډه زړه کابل کې اوسېږي او له هغه ځایه په سوریه کې خپل جنګیالي رهبري کوي.