له طالبانو سره د پښتونخوا حکومت د خبرو تر شا څه دي؟
د فبرورۍ میاشتې پر ۱۲مه نیټه د پښتونخوا د ایالتي حکومت له خوا افغانستان کې طالبانو سره د خبرو اترو یو پلان په رسنیوکې خپور شو چې په هغه کې د مذاکراتو اهداف، افغانستان ته په دوو مرحلو کې د سیاسیونو، دیني علماوو او د قبایلي مشرانو د جرګو لېږل او هلته د مذاکراتو طرزالعمل بیان شوی.
په دې کې د دواړو مرحلو موخې او د هغو د ترلاسه کولو طریقې هم په ګوته شوې دي.
په دغو موخو کې په عمومي توګه له افغانستان نه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي او د اقتصادي مناسباتو د پراختیا ذکر شوی دی. د دغه سند په اخره کې د پښتونخوا حکومت دا منلې چې دوی به دغه ټولې خبرې اترې د پاکستان مرکزي حکومت د بهرنیو او امنیتي چارو د پالیسیو او پرنسیپونو په حدونو کې د ننه کوي او له مقابل لوري سره به هیڅ داسې ژمنه نه کوي چې د مرکزي حکومت د پالیسیو له چوکاټ نه بهر وي.
د تېر کال فبرورۍ میاشتې پر اتمه چې د پاکستان په ټولټاکنو کې د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف ( پي ټي آی) په پښتونخوا ایالت کې ټاکنې وګټلې او ایالتي حکومت یې تشکیل کړ، د دغه حکومت سروزیر علي امین ګنډاپور دا دریځ غوره کړی چې د هغه په مشرۍ ایالتي حکومت باید د دې خبرې اجازه ولري چې له ټي ټي پي او افغان طالبانو سره د روغې جوړې په تړاو خبرې وکړي.
پاکستاني طالبان او تحریک انصاف
باید دا خبره هم هیره نه کړو چې عمران خان تل له طالبانو سره نږدې مناسبات لرلي دي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال کې چې د پاکستان حکومت له ټي ټي پي وغوښتل چې له حکومت سره د خبرو اترو لپاره دې خپل استازي وټاکي نو ټي ټي پي د عمران خان نوم د خپلو استازو په نوملړ کې اچولی و. دغه رازد ۲۰۲۱ میلادي کال په اګست میاشت کې چې طالبانو کابل ونیوه نو عمران خان (چې هغه وخت د پاکستان لومړی وزیر و) د دې پیښې هرکلی په دې ټکو وکړ چې افغانانو د غلامۍ ځنځیرونه وشلول، ځکه خو عمران خان ته په پاکستان کې ځینې خلک «طالبان خان» هم وايي.
د دغه شالید په رڼا کې له طالبانو سره د عمران خان د پښتونخوا ګوند د خبرو اترو دریځ نوی او یا حیرانوونکی نه دی، خو تر اوسه پورې د پاکستان مرکزي حکومت تل دا خبره کوله چې له افغانستان سره د خبرو اترو کولو یا نه کولو په تړاو تصمیم نیول د هېواد د بهرنیوچارو برخه ده نو ځکه د پښتونخوا ایالتي حکومت دا حق نه لري چې په خپل مخ له افغان طالبانو سره مذاکرات وکړي؛ نو اوس ولې او څنګه د پښتونخوا ایالت په رسمي توګه دغه اجازت تر لاسه کړ او مرکزي حکومت دې خبرې ته غاړه کیښوده چې د پښتونخوا حکومت دې له ټي ټي پي او افغان طالبانو سره خبرې اترې پیل کړي؟
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ ولسمشر کېدو د پاکستاني جنرالانو او طالبانو د مشرتابه په زړونو کې دا ویره ټوکولې ده ، چې که ټرمپ د روسیې او چین په مقابل کې په جنوبي او مرکزي اسیا کې د بې ثباتۍ رامنځته کولو په موخه فعالو پروژو کې د پانګونې پالیسي کې دلچسپی ونه لري نو د دوی روزګار به پای ته ورسي ځکه د زبرځواکونو ترمنځ سیاسي او پوځي سیالیو او مقابلو کې خو د دوی روزګار جوړ و.
ټرمپ پر طالبانو د ډالرو کڅوړې بندې کړې دي او فعلا یې پاکستان باندې هم مرستې قطع کړې دي.
امریکا ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د اوسني سفر په پاې کې صادرې شوې ګډې اعلامیې نه معلومیږي چې امریکا نه یوازې له چین سره مقابلې لپاره هند خپل اصلي متحد ګڼي او له هند سره اقتصادي او پوځي ورکړې راکړې ته پراختیا ورکوي، بلکې د پاکستان پرضد په سیمه کې د تروریزم په خورولو کې د هند تورونه هم تاییدوي.
تیره اونۍ د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چین ته د دې لپاره سفر کړی و چې د چین او پاکستان په مناسباتو کې راغلي هغه درزونه ډک کړي، چې په پاکستان کې په تروریستي بریدونو کې د چینايي وګړو د وژل کیدو له امله پیدا شوي دي.
پاکستان او د چین او امریکا د اړیکو سختېدونکی انډول
د پاکستان لپاره له هند سره د خپلې عنعنوي دښمنۍ پالنې ترڅنګ بل عمده چیلنج له امریکا او چین سره په خپلو مناسباتو کې موزون تناسب او تعادل لاس ته راوړل دي. په نږدې کلونو کې د چین او امریکا تر مینځ انقطاب ډیر ژور شوی او د اسلام اباد لپاره خو د دغه توازن تامین ځکه ډیر ګران دی چې د پاکستان په تاسیس او تقویه کولو کې د بریتانیا او امریکا د مرستې هدف همدا و چې دغه هېواد به له روسیې او چین سره د غرب په سیالۍ کې د دوی پایګاه واوسي. پاکستان د روسې پر ضد د امریکا په کمپاین کې دغه نقش لوبولی هم دی، خو چې خبره چین ته راغله نو پاکستان دا کار نه شي کولی ځکه له هند سره په دښمنۍ کې چین خپل مربي او متحد ګڼي او له هغه سره ستراتیژیکې اړیکې ساتل غواړي.
په بدلیدونکو شرایطو او نوې صف بندۍ کې پاکستاني جنرالان او طالبان دواړه د خپلو نظامونو راتلونکې په خطر کې ویني.
دوه اونۍ وړاندې د پاکستان په رسنیو کې په اصطلاح د منابعو په قول داسې خبرونه خپاره شول چې د پاکستان حکومت په کابل کې له طالبانو سره تماسونه ټینګول غواړي او د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره به د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی محمد صادق په نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر کوي او چې محمد صادق د خبرو اترو کومه پروسه پیل کړې، د هغې پروسې پرمخ بیولو لپاره به د لومړي وزیر مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته سفر کوي. په دغه خبر کې دا هم ویل شوي وو، چې پاکستان غواړي په کابل کې خپل سفارت ته سفیر هم واستوي ځکه له پریمانه وخت راهیسې د سفارت چارې شارژدافیر پرمخ وړي.
شنونکي په دې باور دي،چې په تیر یوه کال کې د پاکستان د جنرالانو تر غلبې لاندې جوړ حکومت او د طالبانو امارت له یوه بل سره د ظاهري دښمنۍ په صحنه سازۍ کې ډیر بوس باد کړي، ځکه اسلام اباد د پښتونخوا ایالتي حکومت ته اجازه ورکړه چې له طالبانو سره خبرې پیل کړي څو سیاسي فضا دې ته مساعده شي چې د اسلام اباد او راولپنډۍ واکمنان هم له طالبانو سره په څرګنده او په رڼا ورځ د غوږ جنګولو جواز تر لاسه کړي او په دې خبره مشوره وکړي چې دواړه اړخونه به د ډالرو له کڅوړو نه بغیر څنګه ګوزاره کوي؟
خو د پښتونخوا ولسونه په دغواستخباراتي لوبو کې هیڅ دلچسپي نه لري؛ هغوی یکې یوه پوښتنه لري چې زموږ په کور کې روان جنګ به کله پای ته رسیږي؟
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.