طالب لیکس؛ طالبان له پاکستانه د افغانستان پر فضا د درې کلونو د الوتنو پیسې غواړي
د هېکرانو یوې ډلې «طالب لیکس» له لوري د طالبانو یو افشا شوی رسمي لیک، ښيي چې د دغې ډلې د بهرنيو چارو وزارت له پاکستاني حکومت غوښتي، چې د خپلو پوځي الوتکو د درې کلونو «حقالعبور» ژر تر ژره ورکړي. د لیک له مخې طالبانو د ۶۲ الوتنو په بدل کې د ۴۳ زره او ۴۰۰ ډالرو غوښتنه کړې.
د طالبانو له اسنادو ښکاري چې د بهرنيو چارو وزارت یې د «۱۴۰۳ کال د لیندۍ په درېیمه» نېټه په اسلام اباد کې خپل سفارت ته یو لیک استولی چې د پاکستان له چارواکو سره د دې پیسو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.
د اسنادو له مخې، د پاکستان پوځ له ۱۴۰۰ «کال د زمري میاشتې څخه تر ۱۴۰۳ د تلې شپږمې» نېټې پورې د افغانستان له فضا څخه الوتنې کړې دي.
د طالبانو د ټرانسپورټ وزارت وايي، دوی د پاکستان د هرې پوځي الوتنې لپاره ۷۰۰ ډالره ټاکلي دي.
د دې معلوماتو پر بنسټ د طالبانو سفارت په اسلاماباد کې د پاکستان له پوځ غوښتي چې د درې کلونو د الوتنو پیسې ورکړي. خو لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې پاکستاني چارواکو دې غوښتنې ته څه ځواب ویلی دی.
د راپورونو پر بنسټ طالبان لا هم د افغانستان د فضا بشپړ کنټرول په واک کې نه لري نه لري.
د مخکیني جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته د افغانستان د هوايي ټرافیکو سېسټم هم له کاره غورځیدلی او کار نه کوي.
طالبانو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د نړۍوالو اصولو له مخې دا ډول حسابونه باید هر کال تصفیه شي، خو طالبانو نه دي ویلي، چې ولې یې دا موضوع درې کاله ځنډولې وه.
تر دې وړاندې افغانستان انټرنشنل د طالبانو د افشا شويو اسنادو له مخې راپور ورکړی و چې د دې ډلې د بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې وه چې د پاکستان بې پیلوټه الوتکو د ۱۴۰۳ «کال د مرغومي له ۱۴مې تر ۲۱مې» نېټې پورې لږ تر لږه ۱۱ ځله د افغانستان فضا ته داخلې شوې دي.
د راپورونو له مخې دا الوتکې د هلمند، کندهار، ننګرهار او پکتیکا پر فضا ګرځېدلې دي.
لا هم معلومه نه ده چې طالبان د افغانستان د هوايي حریم څومره کنټرول لري.
د طالبانو د دفاع وزارت یوه غړي مخکې ویلي و، چې دوی هڅه کوي د روسیې په مرسته د افغانستان پر فضا کنټرول ترلاسه کړي، خو وروسته دا طالب چارواکی له دندې ګوښه کړل شو.