د طالبانو اندېښنه؛ د پاکستان بې پېلوټه الوتکې د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کوي

د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو یوې ډلې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هغه مکتوب هم افشا کړی، چې په کې یې د پاکستان د بې پېلوټه الوتګو له ګزمو اندېښنه ښودلې او رسمي شکایت یې کړی. طالبانو په دې اړه یوازې خپل شکایت وړاندې کړی.

د طالبانو یاد وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست د «۱۴۰۳لمریز کال د نهمې میاشتې په ۲۴مه» په اسلام اباد کې خپل سفارت ته لیکلي چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د افغانستان پر هوایي حریم ګزمې کړي دي.

په یاد مکتوب کې لیکل شوي چې د پاکستان بې پېلوټه څارګرو الوتکو د دوی حریم نقض کړی چې د ننګرهار په پچیر اګام، نازیانو او غني خېلو ولسوالیو سربېره د پکتیا پر ځاځي اریوب ولسوالۍ او د پکتیکا په شکین ولسوالۍ باندې د پاکستان پوځ دغو الوتکو هوايي ګزمې کړي دي.

د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب
د بې بیلوټه پاکستاني الوتکو په اړه د طالبانو مکتوب

په یاد مکتوب کې د پاکستان د بې پېلوټه هوایي الوتکو د ګزمو کوردینات هم د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په اسلام اباد کې له خپل سفیر سره شریک کړي دي. 

همدا راز زیاته شوې چې پاکستاني پوله ساتو ځواکونو او پوځیانو په پکتیکا، پکیتا او کونړ ولایت کې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې پر طالبانو د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړي دي.

طالبانو د دغه بریدونو کوردینات هم له شمېرو سره ثبت کړي‌ او په اسلام اباد کې یې خپل سفیر ته استولي دي.

د مکتوب په پای کې راغلي چې طالبان د پاکستان له هوایي خوځښتونو او دغه ډول بریدونو څخه خورا تنګ ته راغلي او له یاد هېواد سره په جدي توګه خپلې اندېښنې شریکوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، که څه هم طالبانو په وار وار په بېلابېلو وختونو کې د دغو هوایي سرغړونو او بریدونو په تړاو پاکستاني لوري ته خبرداری ورکړی، خو په پایله کې یې هېڅ ډول اقدامات نه دي شوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت اندېښنه ښودلې چې، د پاکستان حکومت او پوځ یې اړونده شکایتونو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.

طالبانو ګواښ کړی چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستان بریدونه او هوايي سرغړونې پر دغه کرښې تاوتریخوالی لا ډېرولی شي او د دواړو لوریو پر اړیکو هم منفي اغېزې کوي.

د طالب لیکس له لوري په دې افشا شوي سند کې ښکاري چې طالبانو خپل سفیر ته لارښوونه کړې،‌ څو اړونده مسایل د پاکستان حکومت له بېلابېلو ادارو سره شریک کړي. افغانستان انټرنشنل ته په تېرو وختونو کې له کندهار، هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د بې پېلوټه الوتکو د ګزمو ویډیوګانې راستول شوې وې؛ خو طالبانو پرې غوږونه کاڼه کړي وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو تښتېدلي مرستیال وزیر عباس ستانکزي څه موده وړاندې اندېښنه څرګنده کړې وه چې پاکستان خپل یو شمېر هوایي ډګرونه د امریکا متحده ایالتونو ته په کرایې ورکړي او له هغې ځایه بې پېلوټه الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوځي؛ خو پاکستاني لوري د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

کابو دوه میاشتې مخکې بیا د‌ پاکستان جېټ الوتکو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هوايي بریدونه وکړل او ادعا یې وکړه چې د «ټي ټي پي» ځینې وسله وال او قوماندانان یې په کې په نښه کړي وو؛ خو طالبانو یې دا ادعا رد کړه او د توند غبرګون په ښودلو سره یې د دغو بریدونو قربانیان عام وزیرستاني کډوال وبلل چې ښځې او ماشومانې هم په کې وې.

د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر نړۍ والو بنسټونو او د افغانستان د پخواني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو هم د پاکستان یاد بریدونه وغندل او له نړۍ والو قوانینو یې سرغړونه وبلله.