افغان لوبډله له نیوزیلنډ سره دویمه تمریناتي لوبه کوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله له لاهور ښار څخه کراچۍ ته رسېدلې او د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) ته د چمتوالي په موخه به د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې سره تمریناتي سیالي ترسره کړي.

تر دې وړاندې افغان لوبډلې د کوربه پاکستان الف لوبډلې سره په تمریناتي سیالۍ کې د ۳۱۵ منډو هدف په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په زیان سره ۱۶۴ منډې جوړې کړې وې او د ۱۵۰ منډو په توپیر یې دغه لوبه سیالې لوبډلې ته وبایلله.

له دغه تمریناتي سیالۍ وروسته به افغان لوبډله د اتلانو جام (چېمپینز ټرافي) سیالیو کې خپله لومړنۍ رسمي لوبه په کراچۍ کې د نیوزیلنډ کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغه سیالیو د لیدو لپاره د ټېکټونو د ترلاسه کولو ادرسونو نوملړ هم خپور کړی.

کرېکټ بورډ په خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې پاسپورټ او قانوني ویزه لرونکي اشخاص کولی شي، چې په انلاین بڼه د لوبې ټکټونه وپېري او اړوند سرچینو ته د ټکټ په ښودلو سره لوبغالي ته ولاړ شي.

یاده دې وي، چې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) اتلانو جام سیالۍ به د فېبروري په ۱۹ نېټه په کراچۍ کې پېل شي، چې د مارچ تر ۹ مې نېټې به دوام وکړي.

په اتلانو جام کې به د ۸ هېوادونو ترمنځ ۱۵ سیالۍ ترسره شي.

دغه سیالۍ په کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې کېږي او ټولې لوبې به شپه او ورځ وي.

هندۍ کرېکټ لوبډله به خپلې ټولې لوبې په درېیمګړي ځای دوبۍ کې ترسره کړي.