طالبان: ایران له افغانستان سره پر پوله پرله‌پسې پوځي سرغړونې کوي

د هېکرانو د یوې ناڅرګندې ډلې «طالب لیکس» له لوري په افشا شویو سندونو کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت یو مکتوب هم شته چې په کې یې د ایران د پوله ساتو ځواکونو له سرغړونو شکایت او یادونه کړې ده.

یاد مکتوب چې د‌ طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي همکاریو او سرحدي چارو ریاست له لوري د «۱۴۰۳زېږدیز کال د څلورمې میاشتې په ۹مه» نېټه لیکل شوی دی په ایران کې یې خپل سفارت ته ویلي چې یاد هېواد له افغانستان سره پر پوله یو شمېر سرغړونې کړې دي.

په مکتوب کې راغلي چې د ایران پوله ساتي ځواکونو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو پر پوله ساتو د درنو او سپکو وسلو بریدونه کړي دي.

د ایران سرحدي سرغړونو په اړه د طالبانو مکتوب
د ایران سرحدي سرغړونو په اړه د طالبانو مکتوب

همدا راز زیاته شوې چې ایراني پوله ساتو ځواکونو په صفري کرښه کې پر خپلو پوستو داسې څراغونه لګولي چې د طالبانو سترګې برېښوي.

مکتوب کې ویل شوي چې د هرات د کهسان ولسوالۍ ته څېرمه پر پوله د ایراني ځواکونو د دغو تېزو څراغونو له کبله طالبان د شپې ګزمې نه شي کولای او تګ راتګ یې ورته ستونزمن کړی دی.

طالبانو په ایران کې خپل سفارت ته لیکلي چې د ایراني ځواکونو دغه چلند خورا اندېښمن کړي او په دې تړاو خپل جدي اعتراض د ایران حکومت ته وړاندې کوي.

په دغه افشا شوي سند کې له ایران څخه غوښتل شوي چې ژر تر ژره له دغه ډول چلند څخه لاس واخلي، ګنې د دواړو لوریو پر اړیکو به منفي اغېزې وکړي.

که څه هم په ښکاره ډول د طالبانو او ایران ترمنځ په اړیکو کې کومه ترینګلتیا نه لیدل کېږي‌؛ خو د چارو کارپوهان باور لري چې افغانستان ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وروستی سفر د دغه هېواد امنیتي اندېښنو له کبله و.

ویل کېږي په یاد سفر کې عباس عراقچي له طالبانو سره له افغانستان څخه د ورپېښو امنیتي ګواښونو په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ایراني ځواکونو او طالبانو ترمنځ په وار وار په پوله کې نښتې رامنځته شوې او طالبانو تر دې مخکې دا ادعا هم کړې وه چې ایراني پوله ساتي ځواکونه د پولې په صفري کرښو کې پوځي تاسیسات ودانوي چې له نړۍوالو اصولو څخه سرغړونه بلل کېږي.

دا اندېښنې داسې مهال دي چې طالبان له خپل بل ګاونډي پاکستان سره هم ترینګلې اړیکې لري او د ډیورنډ په کرښه یې ورسره څو څو وارې وسله والې نښتې کړي دي.

پاکستان ادعا لري چې طالبانو د پاکستان خلاف وسله والو ډلو په ځانګړې توګه ټي ټي پي ته پتنځایونه ورکړي‌ او له هغې ځایه په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه تنظیموي، خو طالبانو دا ادعاوې په بیا بیا ځل رد کړي دي.

داسې ښکاري چې د طالبانو او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې مخ په خرابیدو روانې دي او ښايي طالب په دې بهیر کې د پاکستان په ګډون خپل ځینې پخواني ملاتړي هېوادونه له لاسه ورکړي.