افغان اتل سید ظریف په تکواندو کې د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه
د تکواندو افغان لوبغاړي سید ظریف هاشمي د پاکستان په کوربتوب د اسیا تکواندو اتلولیو سیالیو کې د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه.
سید ظریف په دغه سیالیو کې د افغانستان لپاره په بومسي فورم کې ریکارډ جوړ کړ، نوموړي خپل درې سیالان مات کړل او د سرو زرو مډال یې په خپل نوم کړ.
د اسيا د تکواندو دغه نړۍوالې سيالۍ د فبرورۍ په ۱۴ مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پېل شوي چې د ۳۲ هېوادونو څخه د تکواندو نړۍوالو اتلانو پهکې ګډون کړی دی.