هغه ښځه چې د پیسو خوندي کولو لپاره هره ورځ په الوتکه کې دفتر ته ځي

که ستاسو دفتر ستاسو له کور څخه لېرې وي، له کور څخه دفتر ته اوږد تګ راتګ کولی شي د ذهني فشار او مالي لګښتونو لامل شي، پداسې حال کې چې ټرافیکي ځنډ او په ځنډ دفتر ته رسېدل هم یو مسله ده.

په داسې حالت کې، چې ډېری خلک د سفر لګښتونو خوندي کولو لپاره دفتر ته نږدې استوګنځی انتخابوي تر څو دفتر ته بې پیسو چټکه رسېدنه وکړي، مګر یوه هندي الاصله ښځه چې په مالیزیا کې ژوند کوي د پیسو خوندي کولو لپاره هره ورځ په طیاره کې دفتر ته ځي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، هندي الاصله راحیل کور، چې په مالیزیا کې د یوه هوايي شرکت د مالي عملیاتو په څانګه کې مرستیالې مدیرې په توګه کار کوي، د کور څخه دفتر ته د خپل ځانګړي سفر له امله د رسنیو د سر موضوع ده.

راحیل کور په پینانګ کې له خپل کور څخه سپونګ کې خپل دفتر ته د رسېدو لپاره شاوخوا ۴۰۰ کیلومتره د هوا له لارې سفر کوي.

د هغې ورځ د سهار په ۴ بجو پیل کیږي، هغه په ​​۵ بجو هوایی ډګر ته رسیږي او په ۶ بجو الوتنه کوي، چې شاوخوا ۳۰ څخه تر ۴۰ دقیقو پورې وخت نیسي، او هغه ۸ بجو ته خپل دفتر ته رسیږي.

راحیل په خپلې یوه مرکه کې ویلي، چې له خپلو دوو ماشومانو سره د زیات وخت تېرولو لپاره یې ورځنۍ الوتنې پیل کړې، تر دې وړاندې په کوالالمپور کې په یوه کرايي کور کې اوسېده او یوازې د اونۍ په پای کې کور ته تلله، خو کله چې یې ماشومان لوی شول، نو احساس یې وکړ چې باید له دوی سره ډېر وخت تېر کړي.

راحیل پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۴ په پیل کې ورځنۍ الوتنې پیل کړي، او دې چارې د هغې سره د شخصي او مسلکي ژوند تر منځ په ښه انډول کولو کې مرسته وکړه.

د راپور له مخې، د هغې ورځني مصارف اوس د هغه په ​​پرتله کم دي چې دفتر ته نږدې کور یې اخیستی و، او ویل کیږي چې د هغه میاشتني لګښتونه پخوا ۴۷۴ امریکایي ډالر وو چې اوس ۳۱۶ ډالرو ته راټیټ شوي.