طالبان: د کډوالۍ نړۍ‌واله اداره د ناسمو معلوماتو په خپرولو سره د خلکو ذهنیتونه خرابوي

د «طالب‌لیکس‌» هېکرانو په افشاشویو سندونو کې یو سند د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ اړوند دی، چې په‌کې د دغې ډلې د کډوالو چارو وزارت له خوا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې اړوند د یاد وزارت یو شکایت څېړلی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ اداره (IOM) د عامه ذهنیتونو د ګډوډولو لپاره ناسم معلومات خپروي او د طالبانو له تګلارو څخه سرغړونه کوي.

په مکتوب کې زیاته شوې، چې د کډوالۍ نړۍوالې ادارې په یوه راپور کې ادعا کړې چې نږدې اته میلیونه افغانانو له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راهیسې افغانستان پرېښی چې لوی لامل یې طالبان بلل کېږي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د کډوالۍ نړۍوالې ادارې پر دغه راپور غوسه راپارېدلې او دا یې له حقیقت څخه لرې بللی دی.

په همدې تړاو یاد وزارت د طالبانو ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ته شکایتي‌ مکتوب استولی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د کډوالۍ نړۍوالې ادارې سرپرسته تي‌هاسکن یوې غونډې ته وربللې او هلته یې ورته دا شکایت مخامخ اورولی دی.

هغې له خپلو خپاره شویو معلوماتو او راپور څخه دفاع کړې او دا یې د دغه سازمان مشروع حق بللی، خو طالبانو دا هرڅه رد کړي دي.

طالبانو د یاد سازمان سرپرستې ته خبرداری ورکړی، چې په راتلونکي کې باید تر خپرېدو دمخه د دغې ادارې راپورونه ورسره شریک او له هغې وروسته خپاره شي.

طالبانو په دغه ناسته کې په وار وار په افغانستان کې د کډوالۍ نړۍ والې ادارې سرپرستې ته ویلي چې سازمان یې له حقیقتونو څخه لرې راپورونه چمتو کوي.

په نړۍوالو مرستندویه ادارو د طالبانو بندیزونو له کبله ډېری نادولتي بنسټونه اړ شوي، څو په افغانستان کې خپل دفترونه وتړي.

په کور دننه فعال یو شمېر بهرني بنسټونه شکایت کوي چې طالبان یې په چارو کې بې‌ځایه لاسوهنې کوي او له همدې امله یې له ګڼو ننګونو سره مخ کړي دي.