نړیوال بانک: د افغانستان یو پر دریمه برخه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

نړیوال بانک وايي، افغانستان د خوراکي توکو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی او د دغه هېواد نږدې یو پر دریمه برخه وګړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي.

نړیوال بانک تېره ورځ په خپل یوه راپور کې ویلي، چې د افغانستان د نفوس نږدې یو پر درېیمه برخه ۱۲،۶ میلیونه وکړي د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي او ۲،۹ میلیونه خلک بیا د لوږې په درشل کې دي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې افغانستان د خوراکي توکو د خوندیتوب له سخت بحران سره مخ دی.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي، چې اقتصادي بې ثباتي، اقلیم بدلون سره د کرنې د تولید کډوډیدو له امله ډیری خلک د اساسي اړتیاوو د پوره کولو لپاره سخته مبارزه کوي.

نړیوال بانک ویلي، چې په نړۍ کې تر ۲۰۳۰ کال پورې د لوږې د کچې د صفر کولو هدف لري، خو د افغانستان ننګونې بیا یو بل انځور وړاندې کوي.

نړیوال بانک ویلي، چې د پرمختلونو وسایلو او لارو چارو په مټ د خوړو د امنیت اټکولونه او نرخونو څارنه د مهمو تشو په حل کې مرسته کوي او د اغیزمنو پالیسیو لپاره امیدواري پیدا کوي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د اقلیم ټکانونه په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب یو مهم عامل دی او د دغه هیواد پر جګړه ځپلي کرنیز اقتصاد یې د پام وړ اغیزه کړې ده.

راپور کې ویل شوي، چې سېلابونو او وچکالۍ د کرنې دوران ګډوډ کړی او د بزګرانو لپاره یې د حاصلاتو ساتل ستونزمن کړی دی.

نړیوال بانک وايي، یوه نوې څیړنه چې د اقلیمي بې نظمیو، د خوړو خوندیتوب پایلو او د نرخونو معلوماتو په اړه د نږدې ۱۵ کلونو میاشتنيو معلوماتو او تحلیل دا نور هم څرګندوي چې وچکالي د خوړو کمښت لا پسې زیاتوي.

خو له دې سره کله ناکله د بازار غبرګونونو او مرستو له امله هم د خوړو کمښت راځي.

نړیوال بانک وايي، دافغانستان په کرنه کې د انعطاف رامنځته کول د اقلیم ټکانونه د ویجاړونکو اغیزو کمولو لپاره د اوبو لګولو سیسټمونو پیاوړتیا، د وچکالۍ په وړاندې مقاومت لرونکي فصلونه غوره کول او د لومړنۍ خبرتیا سیسټمونو کې پانګونه کولی شي د خوړو بیې او معیشت ته ثبات ور کړي او په بشري مرستو پورې تړاو هم کم کړي.

دوی وايي،‌ دا اقدامات باید په هغو ولایتونو کې ترسره شي، چې د خوړو د ناامنۍ دوامداره لوړ احتمال لري ترڅو د لوږې او زیان دوره ماته کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې له دې ننګونو سره د مقابلې لپاره یوې همغږې طریقې ته اړتیا ده چې اقتصادي او چاپیریالي حل لارې سره یوځای کړي او د غوره معلوماتو سیسټمونو په کارولو او د راتلونکي لپاره د پالیسیو په منلو سره، افغانستان د ډیر خوندي او دوامداره راتلونکي لپاره لاره هواره کړي.