پېښور کې د طالبانو کونسلګرۍ د پاکستان د څارګرې ادارې له لاسوهنو شکایت کړی
د «طالب لیکس» په نوم د هېکرانو ډلې یو مکتوب افشا کړی، چې د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ په کې د پاکستان له څارګرې ادارې شکایت کړی. په دغه مکتوب کې د کونسلګرۍ چارواکو د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ته لیکلي چې «ای اېس ای» د دوی په جایدادونو کې لاسوهنه کوي.
په مکتوب کې راغلي چې د پېښور کونسلګرۍ غواړي په (قصه خوانۍ) سیمه کې د افغان بلډینګ په نوم خپل ملکیت په یو عصري مارکېټ بدل کړي او د نوې نقشې به بڼه یې بیا اباد کړي، چې د پېښور ښاروالۍ ورته د دغو چارو د ترسراوي امر هم ورکړی دی.
په لیک کې راغلي چې د پېښور ښاروالۍ د «ای اېس ای» په مستقیمه لارښوونه یاد اجازه لیک بېرته لغوه کړی او دوی ته یې په دې تړاو مکتوب هم بېرته لېږلی؛ خو د طالبانو کونسلګرۍ د اعتراض په توګه یاد مکتوب نه دی تسلیم کړی.
د طالبانو د پېښور کونسلګرۍ ادعا کړې چې د پېښور ښاروالۍ له دې کبله په ښکاره دا اجازه لیک لغوه کړی چې ګنې د تاریخي اثارو د خوندیتوب له کبله یاده ودانۍ نه شي ړنګولی او نه هم پرې نوې ودانۍ جوړولی شي.
کونسلګرۍ لیکلي چې په دې تړاو د پېښور د لرغونو اثارو ادارې ته عارض شول، څو سپیناوی ترلاسه کړي؛ خو برعکس د استخباراتو له لوري دوی وګواښل شول.
پېښور کې د طالبانو کونسل محب الله شاکر خپل بهرنیو چارو وزارت ته شکایت کړی چې د پاکستان څارګره شبکه د دوی د جایدادونو په برخه کې سخته لاسوهنه کوي.
هغه ویلي، ای اېس ای غواړي چې د افغان بلډینګ چارې تر راتلونکو ۱۱ کلونو پورې نورې هم وځنډیږي، څو د قانون له مخې د سل کالو تر پوره کیدو وروسته یاد ځای په تاریخي اثارو کې وشمېرل شي او دوی په کې له ودانیزو چارو څخه راوګرځول شي.
په مکتوب کې راغلي چې افغان بلډینګ د پېښور کونسلګرۍ لپاره د طالبانو یوه ښه عایداتي سرچینه ده.
په دې افشا شوي سند کې زیاته شوې چې د خېبر پښتونخواه د خېبر ولسوالۍ په باړې سیمه کې د طالبانو د کونسلګرۍ کارکوونکي چې د خپلو جایدادونو د پوښتنې لپاره ځي؛ نو هلته د پاکستاني استخباراتو له لوري له ستونزو سره مخ کېږي او ان هغه پولیس هم له دندو ګوښه کوي چې دوی د امنیتي تدابیرو لپاره خپلو جایدادونو ته بدرګه کوي.
په مکتوب کې د افغان بلډینګ ودانۍ قراردادي عبدالله پاچا ښودل شوی او په کې لیکل شوي چې نوموړی د پاکستان له استخباراتو سره نږدې اړیکې لري او هغه هم پر دغه ودانۍ د کارونو د مخنېوي په برخه کې په خنډ بدل شوی دی.
د طالبانو د پېښور کونسل له خپل بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې عبدالله پاچا دې افغانستان ته د پوښتنو ګروېږنو لپاره وغواړي او که هغه ورنه شي؛ نو د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې دې د هغه شته جایدادونه ضبط کړي.
د افشا شویو سندونو له مخې په پاکستان کې د طالبانو سفارت په دې هېواد کې له دوی سره هر ډول چلند او د یاد هېواد د سیاسي وضعیت په تړاو له کابل سره معلومات شریک کېږي. په موندل شویو اسنادو کې څرګنده شوې چې طالبانو په ځلونه په خپلو مکتوبونو کې د پاکستاني حکومت له لوري له دوی سره له کیدونکي چلند څخه شکایتونه کړي او ان طالبانو په پاکستان کې سیاسي وضعیت په بېلابېلو وختونو کې ترینګلی بللی دی.