افغان لوبډلې په تمريناتي لوبه کې د پاکستان له الف لوبډلې د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې وخوړه

د افغانستان د کرېکت ملي لوبډلې د اتلانو جام له سياليو وړاندي په لومړۍ تمريناتي لوبه کې د پاکستان الف شاهین لوبډلې څخه د ۱۵۰ منډو په توپير ماتې وخوړه. د کرېکټ اتلانو جام سيالیو ته د تياري لپاره افغانستان د یکشنبې په ورځ د نيوزلنډ لوبډلې سره دويمه تمريناتي سيالي هم لري.

د افغانستان کرېکټ ملي او د پاکستان شاهين الف لوبډلو ترمنځ په تمريناتي سيالۍ کې پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه.

د پاکستان لوبډلې په پنځوس اورونو کې د خپلو ۸ لوبغاړو په سوځېدو افغان ملي لوبډلې ته ۳۱۵ منډې هدف وټاکه.

په افغان لوبډله کې فريد احمد ملک ۳، عظمت الله عمرزي او نور احمد دوه، دوه او ننګيال خروټي یو لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې د سيالۍ په دویمه برخه کې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او دغه لوبه یې د ۱۵۰ منډو په توپير وبایلل.

دغه تمريناتي سيالي د پاکستان په لاهور کې تر سره شوه.

افغان لوبډله د يکشنبې په ورځ خپله دويمه تمريناتي سیالۍ د نيوزلنډ لوبډلې سره کوي او وروسته به د اتلانو جام سياليو کې برخه واخلي.