هبتالله خپلو کسانو ته د تاریخي او فرهنګي اثارو د خوندیتوب سپارښتنه کړې
د افغانستان انټرنشنل له خوا د «طالبلیکس» ناڅرګندو هېکرانو د افشا شویو اسنادو د خپرېدو په دوام، یو هم د تاریخي او فرهنګي اثارو په تړاو د ملا هبتالله فرمان دی چې پهکې له خپلې ډلې یې غوښتي څو د دغو اثارو خوندیتوب ته پاملرنه وکړي.
د طالبانو مشر په دغه فرمان کې چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د څلورمې میاشتې په ۲۱مه صادر شوی د دغې ډلې اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه کړې چې د تاریخي او کولتوري اثارو په تړاو هر ډول مسوولیت دوی ته راجع دی.
په دغه فرمان کې د طالبانو اطلاعاتو او کولتور وزارت ته سپارښتنه شوې چې په لرغونو سیمو کې دې له ناقانونه کیندنو او د تاریخي اثارو له ویجاړولو څخه ډډه وشي.
د طالبانو د مشر په دغه فرمان کې له خپلو غړو غوښتي چې د تاریخي اثارو د بیارغونې په برخه کې دې اړونده ادارې اقدامات وکړي.
ملا هبت الله داسې مهال دا فرمان ورکوي چې د یادې سختدریځې ډلې د خپلې لومړۍ واکمنۍ پرمهال په بامیان کې د بودا مجسمه په راکېټونو وویشتله او په ترڅ کې یې د دغې مجسمې ډېرې برخې ونړېدې. همداراز د دغې ډلې له خوا د افغانستان په ملي موزیم کې تاریخي مجسمې ماتې او یا هم لوټ شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د «طالبلیکس» په نوم د هېکرانو یوې ناڅرګندې ډلې د طالبانو پر اطلاعاتي شبکو سایبري برید وکړ او د دغې ډلې د یو شمېر مهمو بنسټونو اسناد یې ترلاسه کړل.