مفتي قوي د راکي ساونت سره د واده نېټه هم څرګنده کړه

مفتي عبدالقوي په تېرو ورځو کې د هندي اداکارې راکي ساونت سره د واده کولو مشروط رضایت ښودلی و، چې وروسته راکي ساونت هم مثبت ځواب ورکړ، تازه مفتي قوي هم راکي ساونت ته د واده نېټه ټاکلې ده.

یوه ټلویزیون سره په خبرو کې مفتي قوي ادعا کړې وه، چې راکي ساونت سره واده کوي.

د ټلویزیوني پروګرام د کوربه د پوښتنې په ځواب کې، مفتي قوي وویل چې راکي ساونت د واده لپاره د فبرورۍ ۱۴ نېټې غوښتنه کړې ده. مفتي قوي همدا زار کوربه ته وړاندیز وکړ چې له هغه سره په نکاح کې ګډون وکړي او شاهد واوسي.

مفتي قوي وویل، چې د راکي ساونت جامې به له واده وروسته په بشپړ ډول د شریعت مطابق وي. مفتي قوي وویل ممکنه ده زما لباس هم بدل شي.

تر دې مخکې په یوه پوډکاسټ کې مفتي قوي له راکي سره واده کولو ته مشروط رضایت ښودلی و او ویلي یې و چې که مور یې اجازه ورکړي، نو دی چمتو دی چې له راکي ساونت سره واده وکړي.

مفتي قوي وايي چې زما مور راته امر کړی چې واده کوې نو زما نه په پوښتنه یې وکړه او چاته مه وایه چې څو ودونه مې کړي.

وروسته راکي ساونت د مفتي قوي د واده وړاندیز ته ځواب ورکړ او ویې ویل: «زه له یوه مولانا سره واده کولو ته زړه ښه کوم، قوی صاحب ستاسو په نوم کې قوي راځي، زما لپاره شعر ولیکه.»

مفتي عبدالقوي هغه کس دی، چې د پاکستان د محکمې چارواکو په ۲۰۱۶ کې د پاکستانۍ ماډلې قندیل بلوچ د مرګ په تړاو زنداني کړ، خو نوموړي د قندیل بلوچ په مرګ کې خپل لاس لرل رد کړل.

تر دې وړاندې قندیل بلوچ له نوموړي داسې سیلفي انځورونه اخیستي وو، چې په سوشل میډیا یې ناندرۍ راپارولې وې.