امریکا یو شمېر افغان کډوال پاناما ته واستول

بهرنیو رسنیو د پاناما ولسمشر په حواله راپور ورکړی، چې ۱۱۹ کډوال له متحدهایالاتو څخه دغه هېواد ته استول شوي دي.
د اسوشيټېډ پرېس د راپور پر بنسټ، د پاناما ولسمشر جوزراوول مولینو د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) زیاته کړې، چې دا کډوال افغانان، پاکستانیان، چينایان او ازبکستانیان دي او له دې وروسته به خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شي.
د هغه په وینا، ۳۶۰ «ناقانونه» نور کډوال هم به په دوو الوتنو کې له متحدهایالاتو څخه دغه هېواد ته ولېږدول شي.
د پاناما ولسمشر تېره اوونۍ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوې لیدنه کې ژمنه کړې چې د ایستلشویو کډوالو په منلو او بېرته ستنولو کې به له متحدهایالاتو سره همکاري وکړي.
ورته مهال، د کډوالۍ نړۍوال سازمان د پاناما له چارواکو څخه غوښتي چې له اېستلشویو کډوالو سره مرسته وکړي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې له ځايي چارواکو سره د کډوالو د بېرته ستنولو د همکارۍ په تړاو غږېږي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکایي چارواکو ویلي، دوی د ناقانونه کډوالو د اېستلو لپاره له نورو هېوادونو سره د دا ډول تړونونو په تړاو خبرې کوي.