افشا شوی مکتوب: طالبانو په درې ولایتونو کې د یونیسیار دفترونه په زور نیولي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یا یونیسیار د طالبانو کډوالو چارو وزارت ته په یو مکتوب کې اندېښنه شریکه، چې په میدان وردګ کې طالب استخباراتو، په لوګر کې پوليسو او په کونړ کې د احصايي او معلوماتو ادارې د دوی مرګزونه په زور نیولي.

دا هم د هېکرانو ډلې «طالب لیکس» له‌خوا د افشا شویو اسنادو یو بل مکتوب دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسيار د ۲۰۲۴ کال د مۍ مياشتي په ۷مه د طالبانو کډوالو چارو وزارت ته د خپلو هغو دریو مرکزونو خبر ورکړی، چې دغې ډلې په زور نیولي دي.

د مکتوب له مخې د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ کې د کډوالو ښارګوټي کې د طالبانو استخباراتو عمومي رياست، د کونړ اسعداباد کې د احصايي او معلوماتو ملي ادارې او د لوګر په پادخواب شانه کې پوليسو د دوی دغه مرکزونه اخيستي او خپل فعالیتونه په کې کوي.

یونیسيار طالبانو ته په مکتوب کې د خپلو اندېښنو شریکولو سره ويلي، چې دا ډول کړنې د طالبانو او نړيوالې ټولنې ترمنځ اړیکې لا ستونزمنوي.

هغوی د مکتوب په وروستۍ برخه کې زياته کړې: « دا کار په زور شوی، یونسیار د دې غیري قانوني عمل په اړه ژوره اندېښنه لري، ځکه دا په افغانستان کې د یونیسیار د عملیاتو او تمویلونکو لخوا په ځانګړې توګه د افغان حکومت او نړيوالي ټولني ترمنځ د ستونزمنو اړیکو په دې حساس حالت کې مستقیم منفي اغیزه لري»

د کډوالو چارو وزارت د مالي او ادارې مرستيال محمد ارسلاح خروټي په امضاء هم په یوه مکتوب کې یاده ستونزه منلې او خپلو اړونده ریاستونو ته یې سپارښتنې کړي، چې د طالبانو له اړوند ادارو دا ځایونه بېرته واخلي او موضوع تعقیب کړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې دغه پرېکړه عملي شوې که نه.