طالبانو په تخار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو کسانو ته تعزیري سزا ورکړې ده

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې دغې ډلې په تخار ولایت کې د یوې ښځې په ګډون پنځو تنو تورنو کسانو ته په یوه ورزشي لوبغالي کې د نورو د سترګو په وړاندې سزا ورکړې ده.

د دغې محکمې له‌خوا نن پنجشنبه (د سلواغې ۲۵مه نېټه) په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یوې ښځې په ګډون دغه پنځه تنه تورن کسان په «زنا، لواطت او غلا» تورن وو.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د تخار ولایت د ینګي قلعه ولسوالۍ د طالبانو د ابتدایه محکمې د پرېکړې له مخې دغو تورنو کسانو ته د دغې محکمې د ښاروالۍ په ورزشي لوبغالي کې تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغو تورنو کسانو ته د یو کال او شپږ میاشتو تنفیذي بند او ۳۹ دورو تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دغې ډلې له‌خوا تعزیزي سزاوې ډېرې شوې، چې هره ورځ د دغې ډلې د سترې محکمې له‌خوا د دغه ډول سزاوو د ورکړې خبرونه خپرېږي.

که څه هم چې د طالبانو دغه کړنې د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا غندل شوې؛ خو طالبان وایي چې دوی په دې توګه غواړي «اسلامي شریعت» پلی کړي.
د افغانستان انټرنشنل پښتو (د مرغومي په ۱۱مه) په څېړنیز راپور کې په تېر یوه کال کې د طالبانو د بدني سزاوو شمېرو ته کتنه کړې وه، چې له مخې یې د طالبانو د سترې محکمې د اعلامیو او خبرپاڼو له مخې، یادې ډلې په دې موده کې کابو ۵۸۳ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي او ۶ کسان یې قصاص کړي دي.