د سولې پیغام؛ د اسيايي لوبو واوره ښوېدونکو د افغانستان بيرغ پورته کړ
![](https://i.afintl.com/images/rdk9umy0/production/d707c1bc65b7d0edd2795709512288fc94f9f282-1000x666.jpg?rect=0,52,1000,563&w=992&h=558&fit=crop&auto=format)
په ژمنیو اسیایي سیالیو کې چې په چین کې پېل شوي، د افغانستان په استازیتوب درې افغان جلا وطنه لوبغاړو پهکې ګډون کړی دی.
دغه سیالۍ تېره ورځ د چين د هې لونګ جيانګ ولايت په هاربين ښار کې پیل شوې.
په چین کې د اسیایي ژمنیو سیالیو کې درې افغان لوبغاړي احمد حبیبزی، احمد رومل حیات او نظرالدین عليزاده دي چې د افغانستان استازیتوب کوي.
دوی د ۲۰۱۱ کال راهیسې د اسیا په ژمنیو لوبو کې د افغانستان لومړني استازي دي.
دا درې واړه افغان لوبغاړي جلاوطنه دي او په جلا وطنۍ کې یې په دغه سیالیو کې د افغانستان استازولي کړې.
حبیبزی چې په دغو سیالیو کې د ګډون هیله لرله وایي: "زه کاناډايي پاسپورت لرم، خو د ورځې په پای کې زه افغان یم."
هغ زیاته کړه: "زما ملګري، کورنۍ او خپلوان، دوی ټول زما لپاره ډېر خوشحاله دي. مور او پلار مې زما لپاره له خوشالۍ ژړل."
افغانستان په لویو لوبو کې د ړنګ شوي جمهوریت تر تور، سور او زرغون بیرغ لاندې سیالي کوي، ځکه چې د المپیک نړۍواله کمېټه د طالبانو د واکمن حکومت بېرغ نه پېژني.
له دې وړاندې افغانستان هېڅکله په ژمنیو المپیک کې سیالي نه ده کړې او یوازې د دوبي یو مډال ګټونکی روح الله نیکپای لري چې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو کې یې د تکواندو د برونزو مډالونه ګټلي دي.