د طالبانو کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۶۳ افغان بندیان خوشې شوي دي
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت ويلي، چې په پاکستان کې ۶۳ تنه افغان بندیان د سلواغې پر ۲۴مه نېټه له بنده خوشې او افغانستان ته ستانه کړل شوي. ویل کیږي، چې په دغو بندیانو کې ۱۵ تنه د څلورو کورنیو غړي او پاتې یې ځانته کسان وو.
دغه وزارت وايي، یاد بندیان پاکستان کې له دوو تر شپږو ورځو بندیان وو، او تېره ورځ افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن پنجشنبه د (سلواغې ۲۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاکستان له بیلابیلو زندانونو ۶۳ افغان بندیان خوشې شوې چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
د طالبانو کډوالو وزارت د ننګرهار د تورخم او کندهار سپین بولدک سرحدي امریتونو په حواله ویلي، چې دغه کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال له دوو تر شپږو ورځو پورې په بند کې وو، چې هېواد ته په راستنېدو سره خپلو سیمو ته لېږدول شوي او په دې سربېره د همکارو بنسټونو له لوري ورسره بشري مرستې هم شوې دي.
تر دې وړاندې هم طالبانو له پاکستان څخه د سلګونو افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړی و.
ملګرو ملتونو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ میاشت کې له پاکستان څخه ۱۸ زره او ۳۰۰ افغانان پولیسو نیولي او په وزر یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو راپور کاږي، چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال له سپتمبر راهیسې له دغه هېواده تر ۸۲۵،۶۰۰ ډېر افغان وګړي افغانستان ته ستانه کړي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې د افغان کډوالو خپلسرې نیونې او جبري اېستل دې ودروي.
په پاکستان کې ډېری دغه افغانان درېیمو هېوادونو ته د تګ تکل لري او د ویزو ترلاسه کولو په تمه دي.