د اتلانو جام لپاره افغان لوبغاړو په لاهور کې تمرینات وکړل

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵مه) په لاهور کې د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) له خوا کېدونکي اتلانو جام (چمپینز ټرافي) کې د چمتوالي په موخه تمرینات ترسره کړل.

د اتلانو جام په سیالیو کې د افغان کرېکټ ملي لوبډلې دا لومړی ګډون دی، چې په خپل ګروپ کې به د سویلي افریقا، اسټرالیا او انګلینډ لوبډلو سره د پاکستان په کراچۍ او لاهور کې سیالۍ ترسره کړي.

کرېکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، افغان لوبډله به د یادو سیالیو له پیل څخه وړاندې دوه تمریناتي سیالۍ هم ترسره کړي.

افغان ملي لوبډله به خپله لومړۍ تمریناتي لوبه د جمعې په ماسپښین د پاکستان الف لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

په پام کې ده، چې افغان کرېکټ لوبډله یوه تمریناتي سیالۍ د نیوزلینډ له ملي لوبدلې سره هم وکړي.